اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۳ الروم

وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ كَذَلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ ﴿۵۵﴾ وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ لَقَدْ لَبِثْتُمْ فِي كِتَابِ اللَّهِ إِلَى يَوْمِ الْبَعْثِ فَهَذَا يَوْمُ الْبَعْثِ وَلَكِنَّكُمْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۵۶﴾ فَيَوْمَئِذٍ لَا يَنْفَعُ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَعْذِرَتُهُمْ وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ ﴿۵۷﴾ وَلَقَدْ ضَرَبْنَا لِلنَّاسِ فِي هَذَا الْقُرْآنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ وَلَئِنْ جِئْتَهُمْ بِآيَةٍ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُبْطِلُونَ ﴿۵۸﴾ كَذَلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۵۹﴾ فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ الَّذِينَ لَا يُوقِنُونَ ﴿۶۰﴾

﴿﴾
اوپه کومه ورځ چه قیامت قائم شی قسمونه به کوی مجرمان نه وؤ ایسار شوی دوی زیات دساعت نه دغه شان دوی اوړیدلی کیدل دحق نه ﴿۵۵﴾
او اوبه وائی هغه کسان چه ورکړی شوی دی علم اوایمان یقیناً وخت تیرکړی دی تاسو په لیکلی شوی (تقدیر) د اللّه تعالٰی کښی ترورځ ددوباره ژوند پوری نودا ورځ ددوباره ژوند ده لیکن تاسووئ چه پوهه مونه لرله ﴿۵۶﴾
نوپه دغه ورځ نفع به نه ورکوی ظالمانوته بهانی دهغوی اونه به ددوی توبه قبلولی شی ﴿۵۷﴾
اویقیناً بیان کړی دی مونږ خلقوته په دی قرآن کښی دهرقسم بیان نه اوکه چیری ته راوړی دوی ته یو آیت نویقیناً وائی هغه څوک چه کفرئی کړی دی چه تاسونه ئی مگرباطل پرست ئی ﴿۵۸﴾
دغسی مهروهی اللّه تعالٰی په زړونو دهغه چاچه نه پوهیږی ﴿۵۹﴾
پس صبرکوه یقیناً وعده د اللّه تعالٰی حقه ده اوبی همته نه کړی تالره هغه کسان چه یقین نه لری ﴿۶۰﴾

[۵۵] په دی کښی تخویف اخروی دی یعنی دتیرشوی آیت نه معلومه شوه چه دی انسان په دنیا کښی تر بوډاوالی پوری عمراو ژوند تیرکړی دی لیکن دهیبت او رعب دقیامت دوجی نه یادضد او دعناد دوجی نه به دوی انکارکوی اوقسمونه به کوی -
[۵۶] دارد دی ددوی په دغه انکارباندی (أُوتُوا الْعِلْمَ وَالْإِيمَانَ) هرکله چه ایمان تفصیلی بغیرد علم دقرآن او سنت نه نه حاصلیږی ددی وجی نه علم ئی په ایمان باندی مخکښی کړو (فِي كِتَابِ اللَّهِ) کتاب نه مراد تقدیردی یامراد دکتاب نه علم د اللّه تعالٰی دی -
[۵۷] داهم تخویف کښی داخل دی یعنی روستو دشهادت کولوداهل علمونه ددوی هیڅ بهانه منظوره نه ده (وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ) داد عتبیٰ نه ماخوذ دی په معنیٰ درجوع کولوسره اومراد درجوع نه توبه کول دی یعنی ددوی نه به توبه نه طلب کیږی یا د عتاب نه دی اومراد ترینه رضا کول دی یعنی ددوی نه به رضا کیدل نشی کیدی -
[۵۸] په دی کښی اول ترغیب دی اوآخری زجردی منکرینوته یعنی عذر ورته ځکه نفع نه ورکوی چه اللّه تعالٰی دقرآن په ذریعه ددوی عذر زائل کړی دی اوبیاهم دوی انکارکوو -
[۵۹]
[۶۰] دا تسلی ده نبی ﷺ ته اوتفریع ده په ټول سورة باندی یعنی هرکله چه سورة کښی دلیلونه تفصیلی اومثال او زجرونه وغیره بیان شول اوبیاهم دا منکرین ضد اوعناد کوی نوصبرکوه ددوی په انکارباندی (وَلَا يَسْتَخِفَّنَّكَ) مراد ددی نه دبی صبرئی دوجی نه عذاب غوښتل دی په تلوارسره اودعوت او تبلیغ پریخودل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>