اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۲ الروم

وَلَئِنْ أَرْسَلْنَا رِيحًا فَرَأَوْهُ مُصْفَرًّا لَظَلُّوا مِنْ بَعْدِهِ يَكْفُرُونَ ﴿۵۱﴾ فَإِنَّكَ لَا تُسْمِعُ الْمَوْتَى وَلَا تُسْمِعُ الصُّمَّ الدُّعَاءَ إِذَا وَلَّوْا مُدْبِرِينَ ﴿۵۲﴾ وَمَا أَنْتَ بِهَادِ الْعُمْيِ عَنْ ضَلَالَتِهِمْ إِنْ تُسْمِعُ إِلَّا مَنْ يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا فَهُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۵۳﴾ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ ﴿۵۴﴾

او که چیری اولیږو مونږ سیلئ او اوینی دوی فصل لره زیړ نوشروع به شی روستو دهغی نه چه کفربه کوی ﴿۵۱﴾
پس یقیناً ته آورول نشی کولی مړوته او اورول نشی کولی کنړوته بلنه هرکله چه دوی اوگرځی شاکوؤنکی ﴿۵۲﴾
اونه ئی ته هدایت کوؤنکی ړندوته چه را اوباسی دگمراهئ د هغوی نه اورول نه شی کولی ته مگرهغه چاته یقین لری په آیاتونو ځمونږ نودوی حکمونه نه منی ﴿۵۳﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ئی تاسو د کمزورئ‌ نه بیا ئی گرځولی دی روستو دکمزورئ نه طاقت بیا ئی گرځولی دی روستو دطاقت نه کمزوری او بوډاوالی پیدا کوی څه چه اوغواړی او خاص اللّه تعالٰی په هرڅه پوهه او قدرت والا دی ﴿۵۴﴾

[۵۱] دا زجردی یعنی سره دنعمت دباران او د فصلونو نه که چیرته ددوی دبدو عملونو په وجی سره په دغه فصلونو باندی سیلئ دعذاب راشی اومړاوی او زیړ شی نودوی توبه نه اوباسی بلکه کفرکوی -
[۵۳،۵۲] هرکله چه د دلیلونو د مخالفینو انکارئی (په تیرشوی آیت کښی) ذکر کړو نو اوس یو اعتراض دفع کوی یعنی که څوک اعتراض اوکړی چه دا انکارددوی دوجی د نقصان د دلیلونو نه دی نوجواب اوشو چه دلیلونه خوپوره مؤثردی ځکه چه مؤمنان ترینه فائده اخلی لیکن په منکرانو کښی موانع ددوی دطرف نه موجود وی هغه داچه دوی ټول حواس ځان له بی کاره کړی دی د مړوپه شان یا بعضی حواس ئی بی کاره کړی دی لکه کونړیا ړوند -
مسئله دسماع موتیٰ : (چه مړی ددنیا والو خبری اوری که نه اوری) مقام ددی مسئلی (دمړونه اوریدل ژوندولره) دا اتفاقی مسئله وه قول دامام شافعی رحمة اللّٰه علیه او د امام احمد رحمة اللّٰه علیه په مغنی د ابن قدامة ج:۱۳، ص: ۶۱۵ اوپه تکمله د شرح مهذب للنووی ج: ۱۸، ص:۹۱ کښی ذکرکړی دی اودهغوی دلیل ئی آیت دسورة فاطر وما انت بمسمع من فی القبور ذکرکړی دی اود امام ابوحینفه رحمة اللّٰه علیه په الکوکب الدری شرح الترمذی ج۱ ص ۳۱۹ کښی اوپه تفسیر مواهب الرحمان ج: ۲۱، ص: ۶۰ اوپه تفهیم المسائل ص: ۷۳ کښی ذکرکړی دی - اودارنگ په تفسیر دآیت انما یستجیب الذین یسمعون والموتیٰ یبعثم اللّه سورة انعام (۳۶) تفسیر خازن ج: ۲، ص: ۱۴ تفسیرنیشاپوری ج: ۷، ص: ۱۳۷ کښی لیکلی دی چه مړی نه اوری - اودارنگ فتح القدیر، ص: ۶۹، کتاب الجنائز کښی وئیلی دی چه داکثرو علماؤ احناف قول دادی - دارنگ عینی په عمدة القاری ج: ۸، ص: ۲۰۲ کښی لیکلی دی چه مړی نه اوری - شیخ رشید احمدگنگوهی لیکلی دی چه داقول د عائشه رضی اللّه عنها او ابن عباس رضی اللّه عنهما دی اودا قول دملاعلی قاری دی په شرح فقه اکبرو ص: ۱۵۹ اودا قول دتفتازانی دی شرح مقاصدو ج: ۲، ص: ۳۲۱ اوددی نه علاوه نورهم فقهاؤ محدثینو داقول دی - که څوک اعتراض اوکړی چه عبداللّه بن عمر رضی اللّه عنهما (دحدیث قلیب بدر) په وجه ددی قائل دی نومعلومه شوه چه مسئله کښی دصحابه کرامو رضی اللّه عنهما اختلاف وؤ - اول جواب دادی چه هرکله عائشه رضی اللّه عنها دهغی حدیث مقصد بیان کړو نوابن عمر رضی اللّه عنهما دهغی جواب نه دی کړی نو اختلاف ختم شو، دوهم جواب دادی چه دا یو منصوصی موضع کښی ابن عمر رضی اللّه عنهما قائل دی هان اختلاف داهل علمو په دی کښی شته چه مواضع منصوصه کښی سماع ثابت ده اوکه نه ده - اکثراحناف وغیره مواضع منصوصوکښی قائل دی اودارنگ علامه الوسی مفسر دروح المعانی اوشاه انورشاه کشمیری مصنف د فیض الباری شرح البخاری هم په مواضعو منصوصو کښی د سماع قائل دی - او مواضع منصوصه صرف دری دی یو سماع دقرع النعال دوهم حدیث بدر دا دواړه صحیح احادیث دی اودریم حدیث دسلام دی چه په هغی کښی ذکرد اوریدلو دسلام او جواب ورکول دی لیکن هغه صحیح حدیث نه دی اوڅوک چه دمړی د هروخت اوریدلو عقیده لری نودهغوی هیڅ صحیح دلیل نیشته نودا عقیده دبدعت دی اولکه چه ددی عقیدی دوجی دمړی نه شفاعت غواړی نو دا شرک ته ذریعه ده اوکله چه د مړی نه حاجت پوره کیدل غواړی نودا خو بالکل شرک حقیقی دی - دلیل دمړو نه اوریدلو انک لاتسمع الموتیٰ (سورة نمل) فانک لاتسمع الموتیٰ (سورة روم) وماانت بسمع من فی القبور (سورة فاطر) آیاتونه دی - طریقه داستدلال ئی داده چه اللّه تعالٰی په دی آیاتونو کښی تشبیه دکافرانو (عنادیانو) دمړو سره ورکړی ده په نه اوریدلوکښی (لکه چه په دی باندی تفسیر ابن جریر ددی آیت دلاندی تصریح کړی ده اونور مفسرینو هم اوصاحب فتح القدیرهم) اووجه شبه په مشبه کښی زیاته وی یا مشهوره وی نومعلومه شوه چه مړی نه اوری په دی کښی استدلال دی په اشارة النص سره اوهغه هم یقینی دی اگرچه عبارة النص ددی آیاتونو بیان دنه آوریدلو دعنادیانودی -
تنبیه: تفسیر ابن کثیرکښی ئی ډیراحادیث ذکرکړی دی چه دلالت کوی په اوریدلودمړوباندی؟ اول جواب دادی چه په هغی کښی هیڅ حدیث صحیح متصل نیشته په بعضو دهغی باندی تفسیرابن کثیر روح المعانی کښی حکم ضعف کړی دی دوهم جواب دادی چه الشیخ محمد نسیب الرفاعی په مختصر دابن کثیر ج: ۳، ص: ۴۴۵ کښی وئیلی دی چه په نسخ دابن کثیر طبع بیروتی دارالاندلس کښی زیاتی راغلی دی (ددغه احادیثوواهیو) په بله نسخه دابن کثیر کښی د (دځان داخل) کړی شوی دی شان ابن کثیرددی نه اوچت دی -
[۵۴] دابل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی انقلاب دحالاتو دانسانانو ذکرکوی اوتیرشوی آیت سره ربط دادی چه اسماع او هدایت ددی وجی نه د اللّه تعالٰی په اختیاراو قدرت کښی دی چه دا انقلاب دحالاتو په دی آیت کښی ذکردی داهم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی (مِنْ ضَعْفٍ) مراد ترینه نطفه ده چه کمزوری اوبه دی (مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ) اسم ظاهرئی ذکرکړو په دی کښی کمزوری دطفولیت ته اشاره ده چه هغه ضعف داندامونو دی اوقوت نه مراد طاقت دځوانئ دی (مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ) په دی کښی طاقت دعقل او پوهی ته اشاره ده (ضَعْفًا) ددی نه مراد ضعف د ټولوقوتونو دی (وَشَيْبَةً) ددی نه مراد ښکاره اثار دبوډاوالی دی چه سپین والی دویښتودی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>