اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۹۶ لقمان

وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴿۱۳﴾ وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ ﴿۱۴﴾

اوکوم وخت چه اوئیل لقمان خپل ځوی ته او وعظ ئی ورته کؤو ای ځما ځویه شرک مه کوه د اللّه تعالٰی سره یقیناً شرک لوی ظلم دی ﴿۱۳﴾
او پوخ حکم ورکړو مونږ انسان ته دمور اوپلارسره (داحسان کولو) پورته کړی وؤ ده لره مور په کمزوری حال باندی اوجدا کول ئی دپیو ورکولونه په دوه کاله کښ دی (حکم دادی) چه شکرکوه ځما او موراوپلار ستا خاص ماته راگرځیدل دی ﴿۱۴﴾

[۱۳] دا اول قسم شکردی یعنی عالم دی دشرک تردید اوکړی او اول دخپلوان اصلاح دی اوکړی او خصوصاً د خپل اولاد اصلاح کول په عقیده صحیحه سره دا لوی حکمت دی - که ځوئ دده مشرک وؤ نودا وعظ دی هغه ته دپاره د دپریخودلود شرک اوکه مشرک نه وؤ نووعظ دی دپاره دتاکید او تثبیت په عقیده دتوحید باندی (إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ) دا ددی وجی نه چه ظلم خو استعمال دشی دی بی ځایه نوپه شرک کښی د انعاماتو نسبت وی بل چاته لکه په شرک فی التصرف کښی او عبادت او حقوق د اللّه تعالٰی ادا کول دی بی ځایه لکه په شرک فی العبادة او الدعاء‌ کښی - اوصفتونه د اللّه تعالٰی بل لره ثابتول اویاد هغه صفتونه دمخلوق سره مشابه کول یادهغه اسماؤ صفاتونه انکارکول دا شرک فی لاسماء‌ والصفات دی دا رنگ د اللّه تعالٰی خاص (یعنی علم غیب) بل چالره ثابتول لکه په شرک فی العلم کښی - ددی وجی نه شرک لوی ظلم دی -
[۱۴] هرکله چه ذکرشوچه اصلاح د پلار ځوئ‌ لره داحکمت دی نوذکر کوی چه دارنگ احسان اوخدمت او عزت کول د اولاد دخپل موراوپلار لره داهم حکمت دی (حَمَلَتْهُ) دا ذکر سبب دوصیت دی یعنی دمورحق زیات دی دوجی دډیر محنت اومشقت دهغی نه (وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ) اشاره ده ډیرضعف د هغی او مشقت دهغی ته - تکلیف دحمل او تکلیف دوضع دحمل (وَفِصَالُهُ) په دی کښی اشاره ده تکلیف دتربیت او پئ‌ ورکول بچی ته او تکلیف دپیؤ نه پری کول (فِي عَامَيْنِ) لکه چه سورة بقره (۲۳۳) کښی ذکردی اواشاره ده چه دپیؤ ورکولو مدت دوه کاله دی اوداصریح او صحیح قول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>