اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۰ الروم

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ غُلِبَتِ الرُّومُ ﴿۲﴾ فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ ﴿۳﴾

الف لام میم ﴿۱﴾
کمزوری کړی شول رومیان ﴿۲﴾
په نزدی ځمکه کښی اودوی به روستو د کمزوری کیدلوددوی نه زرده چه غالب شی ﴿۳﴾

سورة الروم

ربط: ددی سورة دمخکښی سورة سوره په یو څو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی دصحیح جهاد ذکراوشو نو په دی کښی دهغی نتیجه ذکرکوی چه هغه انقلاب دی - دوهمه وجه داده چه تیرشوی سورة کښی ترغیب وؤ جهاد ته نوپه دی سورة کښی بشارت دی په نصرت د اللّه تعالٰی سره -
دعویٰ ددی سورة: وعده د امداد د اللّه تعالٰی دتوحید والوسره په انقلاب راوستلوسره - او اثبات دی د دعوی په مثال درومیانوسره دی اوپه دلیلونو دقدرت د اللّه تعالٰی په انقلاب دحالاتو باندی - اودارنگ اثبات دتوحید دی په عقلی دلیلونوسره اوپه ذکردیو مثال سره اوپه رد داقسامو دشرک سره، شرک په تصرف کښی اوپه دعا کښی اورد په شفاعت قهریه باندی -
خلاصه د سورة: داسورة تقسیم دی دری بابونوته - اول باب تر (۱۹) پوری دی په دی کښی اول مثال ذکرکوی په غلبه درومیانوپه فارس والوباندی روستو دمغلوبه کیدلونه بیا دعویٰ د سورة ده تر(۵) پوری بیا څلورزجرونه دی اول په بی علمئ‌ ددوی په (۶) کښی دوهم په غفلت سره د آخرت نه په (۷) کښی دریم په انکار دبعث بعدالموت سره په (۸) کښی سره ددلیل عقلی نه څلورم په ظلم سره په خپلوځانونو باندی په (۹) کښی سره دتخویف دنیوی نه، اوتخویف اخروی دی په (۱۶،۱۴،۱۳،۱۲،۱۰) کښی او دلیل عقلی په (۱۱) کښی اوبشارت اخرویه دی په (۱۵) کښی بیا ذکردتسبیح او حمد دی (چه داتوحید دی) دپاره دحاصلولو دنصرت د اللّه تعالٰی چه دعویٰ دسورة ده په (۱۸،۱۷) کښی -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتونه دی دلیل دی په اعجاز دقرآن باندی -
[۳،۲] دامثال دی دپاره ددعوی دسورة اودپاره دتسلئ‌ د مؤمنانو، او دفارس او د روم جنگ ته اشاره ده - تفصیل ئی دادی چه په زمانه دنزول د قرآن کښی په دنیا کښی دا دوه بادشاهئ وی چه ډیرلوی مملکتونه وو - یو فارس وؤ دهغوی بادشاه ته به کسریٰ وئیلی کیدلو اوهغه وخت ایران، افغانستان او اکثر مشرقی ملکونوباندی ددوی بادشاهی وه اودوی مجوسیان وو، اومجوسیان کتابیان نه دی بلکه داوراو رنړا او دنمر، سپوږمئ، ستورو، وغیرو عبادتونه کوی او امیین دی دوی په شان دمشرکین عرب وو دوهم روم وؤ چه دهغوی بادشاه ته به هرقل وئیل کیدلو اکثرمغربی ملکونه ترشام پوری ددوی دبادشاهئ‌ دلاندی وو اودوی نصاریٰ اهل کتاب وو ددی دواړو په مینځ کښی په اکثروخت جنگونه وو لیکن یو وخت دفارس بادشاه چه نوم ئی سابوروؤ دجنگ درومیانو دپاره لوی لښکر اولیږلو او لوی جنگ اوکړی شو چه په هغی کښی رومیان کمزوری شول اوفارس والو دهغوی نه د شام علاقه اذرعات، بصریٰ او بلاد جزیره باندی غلبه اوکړله رومیان صرف روم او قسطنطیه علاقی ته غونډ شول - داخبرچه مشرکانو مکه واوریدلو نوهغوی ډیرخوشحاله شول اود مکی دمؤمنانو خلاف ئی پراپیگنډی شروع کړی، او وئیل چه زمونږ رونړه ستاسو په رونړوباندی غالب شول نونزدی ده چه مونږ به هم غالب شو اوستاسودین به ختم کړو اومؤمنان په دی ډیرخفه شول نو ددوی د تسلئ دپاره دا آیاتونه نازل شول - حاصل داوو چه رومیان اگرچه اوس مغلوب شول لیکن لږ وخت روستوبه غالب شی اودغسی اوشوه ځکه اووه کاله روستو بیالوی جنگ اوکړی شو اورومیان غالب شول په فارس والوباندی او ددوی د غلبی ورځ هغه وه چه مؤمنان په غزوه بدرکښی په مشرکین مکه باندی غالب شول نوپه مشرکانوباندی دوه خفگانونه راغلل اوپه مؤمنانو باندی دوه خوشحالئ راغلی -
فائده: دا ښکاره دلیل دی چه قرآن رشتینی کتاب د اللّه تعالٰی دی ځکه داد غیبوخبرئی ورکړی وؤ اوهغه رشتیا واقع شو -
تشریح: روم بن عیص بن اسحاق بن ابراهیم علیه السلام سره مشهوردی - نومعلومه شوه چه دوی د اولاد د یعقوب بن اسحاق علیهما السلام (چه هغوی ته بنی اسرائیل وئیلی کیږی) تربوران دی (فِي أَدْنَى الْأَرْضِ) یعنی درومیانو هغه ځمکه (ملک) چه عربوته نزدی وه په نسبت دفارس چه هغه شام او بصریٰ وغیره ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>