اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۸۱ الروم

فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۴﴾ بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۵﴾

په څو کلونو کښی خاص اللّه تعالٰی لره پوره اختیاردی مخکښی او روستو اوپه دغه ورځ به خوشحاله شی مؤمنان ﴿۴﴾
په امداد د اللّه تعالٰی سره امداد کوی هغه چاسره چه اوغواړی او خاص هغه زورآور رحم والا دی ﴿۵﴾

[۴] (بِضْعِ) دعربئ په محاوره کښی ددریو نه ترنهه یا لسو پوری عدد ته وئیلی کیږی - ددی وجی نه مفسرینو د ابوبکررضی اللّه عنه د اُبی بن خلف الجمحی سره کومه واقعه چه ذکرکړی ده نوپه هغی ابوبکررضی اللّه عنه اول دری کاله پوری شرط لگولی وو نو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمائیل چه بضع اطلاق ددریو نه نهه پوری دی نود اوو کالوشرط ئی اولگوؤ چنانچه غلبه دروم ددی آیت دنزول نه اووه کاله روستو حاصل شوه (لِلَّهِ الْأَمْرُ) دلته مراد داختیار دغلبی او دمغلوبیت دی اودا کلمه دتوحید ده چه اختیارمند واکدار صرف اللّه تعالٰی دی (وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ) دا بشارت دی مؤمنانو(صحابه کراموته) اوپه دی کښی بله معجزه ده چه اللّه تعالٰی د نبی ﷺ په واسطی سره اووه کاله وړاندی دبدرپه ورځ دمؤمنانو دخوشحالئ خبرورکړی وؤ اوهغه صحیح ښکاره شو -
[۵] په دی آیت کښی دعویٰ دسورة ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>