اتْلُ مَا أُوحِيَ ۹۷۹ العنكبوت

لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴿۶۶﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ ﴿۶۷﴾ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْكَافِرِينَ ﴿۶۸﴾ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۶۹﴾

(عاقبت دا) انکاراوکړی دوی دهغه نعمت چه مونږدوی له ورکړی وی او دپاره ددی چه مزی واخلی پس زردی چه دوی به پوهه شی ﴿۶۶﴾
آیا دوی نه گوری چه گرځولی دی مونږ حرم امن والا تختولی کیږی خلق چاپیره ددی نه آیا په باطل معبود باندی یقین لری او داحسان د اللّه تعالٰی ناشکری کوی ﴿۶۷﴾
او څوک ډیرظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا ددروغو نسبت کوی حق ته هرکله چه راغی دوی ته آیا نیشته په جهنم کښی ځائ ددیره کیدو دپاره دکافرانو ﴿۶۸﴾
او هغه کسان چه ځان کړوی زمونږ په رضا کښی خامخا ښایم به دوی ته لاری زمونږ اویقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دی د ښائسته عمل کوؤنکو ﴿۶۹﴾

[۶۷] دا دریم زجرددوی دی لکه چه په وخت دلری کیدلو دتکلیف کښی شرک کوی نودارنگ په باره دامن دمکه مکرمه کښی هم خپلو شرکاؤته نسبت کوی او شرک کوی (أَفَبِالْبَاطِلِ) مراد ددی معبودان من دون اللّه دی چه مشرکین مکه به دمکی دامن نسبت لات منات وغیره ته کوؤ لکه چه اوس مشرکان دیو کلی یاد علاقی دامن اوبرکاتو نسبت یوقبرواله (چه هغه کلی ته نزدی وی) ته کوی -
[۶۸] دا څلورم زجردی (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یعنی شرک کوی اونسبت ئی اللّه تعالٰی ته کوی کله وائی لَوْشَاءَ اللّهُ مَا عَبَدْنَا ، کله وائی وَ اللّهُ اَمَرَنَا بِهَا (بِالْحَقِّ) نه پیغمبراوقرآن مراد دی -
[۶۹] دا متعلق دابتداء‌ دسورة سره دی اوبشارت دی هغه چاته چه مخکښی ذکرکړی شوی فتنی او امتحانات ئی په ځان باندی تیرکړی دی (جَاهَدُوا) نه مراد دغه تیرشوی کړاؤ نه دی چه تیرکړی ئی دی - (فِينَا) یعنی په لار د اللّه تعالٰی کښی یاد وجی درضا د اللّه تعالٰی نه مراد ترینه اخلاص دی ځکه چه جهاد بغیر داخلاص نه نه قبلیږی (لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا) فضیل بن عیاض نقل کړی دی چه چه ځان اوکړاؤ په طلب د علم دین کښی په اخلاص سره نواوبه ښائم دوی ته طریقی دعمل کولو، سهل بن عبداللّه وئیلی دی چه چا ځان اوکړاؤ په طاعت زمونږکښی اوبه ښائم ورته لاری دثواب، دریم داچه چا ځان اوکړاؤ په دعوت تبلیغ ددین کښی په اخلاص سره نوعلم به ورکوؤ ده ته ددلیلونو دحق، اودا په تجربی سره ثابت ده چه داعی دحق ته اللّه تعالٰی الهام د حجتونو کوی (الْمُحْسِنِينَ) هغه کسان مراد دی چه عمل اوکړو په دی سورة باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>