أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۰ العنكبوت

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿۱﴾ أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿۲﴾

الف لام میم ﴿۱﴾
آیا گمان کوی خلق چه پری به خودلی شی ددی وجی نه چه وائی دوی ایمان راوړی دی مونږ اوحال داچه په دوی باندی ازمیښت نشی کیدی ﴿۲﴾

سورة العنكبوت

ربط: ددی سورة د سورة القصص سره په یو څو وجوهوسره دی اول داچه سورة القصص کښی تشجیع وه مؤمنانوته په واقعه د موسیٰ علیه السلام سره نوپه دی سورة کښی تشجیع ذکرکوی په واقعاتو دنوح او ابراهیم او لوط او شعیب علیهم السلام سره، دوهم داچه هغه سورة کښی تشجیع وه په مصیبتونو راتللو اجمالاً په دی سورة کښی تفصیل دهغی مصیبتونو دی -
دعویٰ ددی سورة: ددی دوه دعوی دی اوله دعویٰ تشجیع ده په مصیبتونو او محتنتونو تیرولوسره په دعوت دتوحید کښی اودا په (۲) کښی ده - دوهمه دعویٰ عدم نجات دمخالفینودی دعذاب نه په دنیا او آخرت کښی اوداپه (۴) کښی ده او دعویٰ دتوحید دسورة په مینځ کښی په طریقه دمثال سره ده -
خلاصه ددی سورة داده: چه دا تقسیم دی څلورو بابونو ته اول باب تر (۱۴) پوری دی په دی باب کښی دواړه دعویٰ ذکرکړی دی او روستو دهغی نه څلور ابتلاء آت ذکرکوی - اول پوره مجاهده کول په (۶) کښی دوهم دعوت دوالدینو شرک ته په (۸) کښی دریم اذیت دعامو خلقو د طرف نه په (۱۰) کښی - څلورم دعوت د مکذبینو مداهنینو شرک ته او توحید پریخودلوته -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتو نه دی ددی تفصیل تیرشوی دی -
[۲] دا اوله دعویٰ دسورت ده یعنی صرف ایمان (اگرچه په اخلاص سره وی) د جهنم نه د بچ کیدلو دپاره کافی نه دی بلکه دعوی دایمان سره تکلیفونه او مصیبتونه ضروری راځی (أَنْ يُتْرَكُوا) دلته عبارت کښی تقدیردی یعنی مِنَ الاِفتِتَانِ (دابتلاء نه) او هُمْ لَا يُفْتَنُونَ دهغی تفصیل دی (وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) فتنه او امتحان دوه قسمه سره دی اول تکلیف تکوینیه یعنی مخالف دخلقو اودهغوی دطرف نه کنځل، غلطی فتوی لگول، وژل او مرضونه وغیره راتلل دوهم تکلیف شرعیه عبادات، هجرت، جهاد وغیره دواړه قسمونه دایمان سره لازم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>