أَمَّنْ خَلَقَ ۹۶۱ العنكبوت

وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ ﴿۳﴾ أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَنْ يَسْبِقُونَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ﴿۴﴾ مَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۵﴾ وَمَنْ جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿۶﴾

اویقیناً ازمیښت کړی دی مونږ په هغه کسانو چه ددوی نه مخکښی وو پس خامخا ښکاره کوی به اللّه تعالٰی هغه کسانولره چه رشتیا وائی او خامخا ښکاره کوی به دروغژنولره ﴿۳﴾
آیا گمان کوی هغه کسان چه عملونه کوی ناکاره چه بچ به شی د عذاب زمونږ نه بده ده هغه فیصله چه دوی ئی کوی ﴿۴﴾
هغه څوک چه عقیده لری دپیشئ د اللّه تعالٰی ته نو نیټه د اللّه تعالٰی خامخا راتلونکی ده اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی ﴿۵﴾
اوچاچه ځان اوکړوؤ پس یقیناً کړاؤ کوی دپاره دفائدی د خپلی یقیناً اللّه تعالٰی خامخا بی پرواه دی دتمام خلقونه ﴿۶﴾

[۳] دا تسلی ده مؤمنانوته په دی قول کښی فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ آه، حکمت د امتحاناتو دی یعنی فرق د رشتینو او دروغژنو (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) ددی نه مراد انبیاء علیهم السلام او مؤمنانو مخکښنی دی او خاص کر واقعه د موسیٰ علیه السلام چه مخکښی سورة کښی ذکرشوی ده -
[۴] په دی آیت کښی دوهمه دعویٰ سورة ده یعنی کوم خلق چه کفراو شرک کوی او دحق پرستو مخالفت کوی اوهغوی ته مکرونه جوړوی نوهغوی د عذاب د اللّه تعالٰی نه بچ کیدی نه شی اوپه دی کښی تخویف دکاذبینو ته اشاره ده -
[۵] دا متعلق دی داولی دعویٰ سره په طریقه دترغیب سره یعنی څوک چه د ملاقات د اللّه تعالٰی نه ویره کوی یاعقیده دهغی لری (پس تیاری دی دهغی دپاره اوکړی په مصیبتونوتیرولو سره) (يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ) مراد ددینه رویة (دیدار) د اللّه تعالٰی دی په جنت کښی اودا ظاهری معنیٰ ده یا دلقاء نه مراد دوباره ژوندی کیدل دی یرجوا په معنیٰ دیتعقد سره دی اودمن کان جزاء محذوفه ده یعنی فَلْیَصْبِر عَلَی البلایا (صبردی دی اوکړی په مصبتونوباندی) -
[۶] دا اول قسم دافتتان (امتحان) دی یعنی ځان کړول په ډیرمحنت کولو سره دپاره ددعوت د ایمان او توحید اودا مجاهدی بدنی او مالی دواړوته شامل دی - اوفائده ددی کړاو ددغه شخص دپاره ده ځکه اللّه تعالٰی هغی ته محتاج نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>