أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۹ القصص

إِنَّ الَّذِي فَرَضَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لَرَادُّكَ إِلَى مَعَادٍ قُلْ رَبِّي أَعْلَمُ مَنْ جَاءَ بِالْهُدَى وَمَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۸۵﴾ وَمَا كُنْتَ تَرْجُو أَنْ يُلْقَى إِلَيْكَ الْكِتَابُ إِلَّا رَحْمَةً مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ ظَهِيرًا لِلْكَافِرِينَ ﴿۸۶﴾ وَلَا يَصُدُّنَّكَ عَنْ آيَاتِ اللَّهِ بَعْدَ إِذْ أُنْزِلَتْ إِلَيْكَ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۸۷﴾ وَلَا تَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۸۸﴾

یقیناً هغه ذات چه فرض کړی دی په تاباندی رَسَوَل دقرآن خامخا واپس کوی به تالره ځای دواپسی ته اوایه رب ځما ښه پوهه دی په هغه باندی چه راتلل اوکړی په هدایت سره اوپه هغه چاچه هغه به وی په گمراهئ ښکاره کښی ﴿۸۵﴾
اونه وی ته چه امید کوؤ تا ددی خبری چه دربه کړی شی تاته کتاب مگر (درکړی دی مونږتاته) دوجی درحمت درب ستانه پس مه کیږه هیڅکله امدادی د کافرانو ﴿۸۶﴾
او وادی نه ړوی (دوی) تالره د آیاتونو د اللّه تعالٰی نه روستو دهغی نه چه نازل کړی شوی دی تاته اوبلنه کوه رب خپل ته اومه کیږه ته دمشرکانو دډلی نه ﴿۸۷﴾
او رامدد شه مه وایه سره د اللّه تعالٰی نه بل چاته چه اِلٰه ئی گنړی نیشته مددگار مگر هغه دی هرڅیز فنا کیږی مگرمخ دهغه خاص هغه لره اختیاردی اوخاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو ﴿۸۸﴾

[۸۵] په دی آیت کښی دوه تفریعات دی یوپه (۷) باندی اوبل په (۳۷) باندی اودا خطاب دی نبی ﷺ ته دپاره دتشجیع په دعوت باندی اوددی آیت نه نبی ته آته خطابات شروع شول ( مَعَادٍ) مراد ددی نه مکه معظمه ده اوپه دی کښی پیشنگوئی ده چه ای نبی ته به ددی کلی نه ویستلی کیږی اوبیابه دفتح په صورت کښی دی ته واپس راځی لکه چه موسیٰ علیه السلام دمورنه جدا کړی شو اوبیائی مورته واپس کړو اودارنگ دمصرنه اوتلو اوبیا ورته واپس راغی یادمعاد نه مراد جنت دی (قُلْ رَبِّي) دا جواب دی دطعن کولو د کافرانو په نبی ﷺ باندی چه ته په گمراهئ کښی ئی -
[۸۶] په دی کښی هم دوه تفریع دی اوله په (۷) باندی دوهمه په (۱۷) باندی په اوله تفریع کښی اشاره ده چه نبوت په رحمت د اللّه تعالٰی سره حاصلیږی هغه کسبی څیزنه دی اوپه دوهمه تشجیع ده نبی ﷺ ته او دا دلیل دی چه دکافرانو سره هرقسم امداد کول حرام دی -
[۸۷] دا تشجیع ده نبی ﷺ ته چه کافران مشرکان تاته دعوت دمداهنت درکوی اوپه قسم قسم دهوکو سره تا دقرآن دتبلیغ نه منع کوی لیکن ددوی خبره قبوله نه کړی اوپه دی آیت کښی دوه نهی او یوامر نبی ﷺ ته ذکرکوی -
[۸۸] دا خطاب د تشجیع دی نبی ﷺ ته مقصد په دی کښی تشجیع ده په مخالفت کولو سره د مشرکانو دطریقی دعبادت نه اوداپنځه کلمات دتوحید دی په اول کښی رد شرک فی الدعاء دی اوپه دوهم کښی رد شرک فی الاوهیة دی اوپه دریم کښی رد دشرک فی الصفات دی اوپه څلورم کښی ردد دشرک فی الحکم دی اوپه پنځم کښی عقیده دبعث بعد الموت ده اوهغی کښی توحید فی الحساب ته اشاره ده - (كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ) تحقیق ددی آیت دادی چه كُلُّ شَيْءٍ کښی دری احتمالونه دی (۱) : ټول موجودات، که ممکنات وی اوکه واجب وی نوی شیءٍ په دی معنیٰ اللّه تعالٰی ته هم شامل دی لکه سورة انعام (۱۹) کښی دی (۲): ټول ممکنات اودا د شیءٍ مشهوره معنیٰ ده (۳): ټول عملونه او هالک کښی دری احتمالونه دی (۱): فناکیدونکی لکه سورة رحمٰن (۲۶) کښی دی (۲): مشیت په اعتبار دذات خپل ځکه چه په وجود کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی حاصل معنیٰ دادی محتاج او ممکن شو (۳) هالک په معنیٰ دغیرمقبول، اووجهه کښی دری احتمالونه دی (۱) مخ د اللّه تعالٰی په ظاهر معنیٰ سره دی اوتشبیه او تمثیل دمخلوق سره نیشته اوپه کیفیت باندی اللّه تعالٰی ښه پوهه دی اوهم دا عقیده دسلف صالحین ده (۲) مخ د اللّه تعالٰی سره د ذات نه یعنی ذات د اللّه تعالٰی په طریقه دذکر دیوجُزء او اراده دکُل (اودا په طریقه دممکناتو کښی ده اومونږذکرکړه په طریقه د نظیرسره) هغه عملونه چه د اللّه تعالٰی دپاره اوکړی شی بیاپه دی کښی دری سوالونه دی، سوال اول دادی چه په دی جمله کښی استثناء متصل ده اوکه منقطع ده؟ اول جواب دادی چه استثناء متصل ده ځکه چه شیءٍ اطلاق په اللّه تعالٰی باندی صحیح دی لکه چه تیرشول یاددی وجی نه چه كُلُّ شَيْءٍ نه مراد اعمال شی، او وَجْهَهُ نه هم مراد عمل وی دپاره د اللّه تعالٰی، نوپه دی دواړو کښی مستثنیٰ داخل ده په مستثنیٰ مِنهُ کښی نو متصله ده - دوهم سوال دادی چه هالک په معنیٰ دفانی دی یعنی هرممکن به فنا کیږی نومعلومه شوه چه جنت او جهنم او ارواح وغیره به هم فناکیږی؟ جواب اول دادی چه كُلُّ شَيْءٍ اگرچه عام دی لیکن په وجه دنورو نصوصو سره دهغی نه اته څیزونه خاص کړی شوی دی چه هغه مفسرسیوطی اونورو مفسرینوذکرکړی دی، اوهغه په دی شعرکښی وائی:

ثَمَانِيَةٌ حُكْمُ الْبَقاءِ يعُمُّهَا           مِنَ الْخَلْقِ وَالْبَاقُوْنَ فِيْ حَيِّزِ الْعَدَمْ
هِيَ الْعَرْشْ وَالْكْرْسِيُّ نَارٌ وَجَنَّةٌ          وَعَجْبٌ وَأرْوَاحٌ كَذَا الَّلوْحُ وَالْقَلَمُ

(عجب په معنیٰ د ملا دهډوکی دی) دوهم جوا ب دادی چه كُلُّ شَيْءٍ کښی استغراق حقیقی مراد نه دی بله استغراق عرفی مراد دی یعنی هرشی چه پیدا کړی شوی دی دپاره فناکیدلو - دریم سوال دادی چه وَجَه مخ ته وئیلی کیږی نومعلومه شوه چه د مخ علاوه ید، عین، ساق وغیره صفتونه د اللّه تعالٰی په كُلُّ شَيْءٍ کښی داخل شول نوهغه هم په حکم دهالک کښی داخل شول اوداخو محال ده؟ اول جواب دادی چه مخ ذکرشو اومراد ترینه ټول ذات دی لکه چه مخکښی تیرشول نوید، عین، وغیره هم په حکم دوَجه کښی داخل دی - دوهم جواب دادی چه په دی کښی حصر حقیقی نه دی مراد بلکه حصراضافی مراد دی یعنی په ذکرد وجه سره دید او عین وغیره نه احترازکول مراد نه دی بلکه حصر د هلاکت په ممکناتو کښی مراد دی - نوددی جملی دری معانی دی - اوله معنیٰ هرڅیز په خپل وجود کښی محتاج او معدوم دی سیوا دمخ یا دذات د اللّه تعالٰی نه - دوهمه معنیٰ هرڅیز چه دفنا دپاره پیدا کړی شوی دی نوهغه به فناکیږی سیوا دمخ او ذات د اللّه تعالٰی نه - دریمه معنیٰ هرعمل باطل اوبرباد دی سیوا دهغه عمل نه چه د اللّه تعالٰی دپاره اوکړی شی دا روستنئ معنیٰ امام بخاری غوره کړی ده اگرچه دنورو محقیقونو مفسرینو په نیزباندی غوره نه ده -
تنبیه: په اوله معنیٰ باندی بعضی متصوفو د وحدت الوجود دپاره استدلال کړی دی او اطلاق د وحدت الوجود ئی پری کړی دی لیکن دا باطل او فاسد قول دی ځکه که کومه معنیٰ د وحدت الوجود چه عامو متصوفو په نیز مراد ده چه دهغی رجوع حلول ته ده، هغه خو کفردی اوکه بعضی صوفیان دا معنیٰ کوی چه وجود حقیقی صرف وجود د اللّه تعالٰی دی اودباقی موجواتو وجود ته اعتبارنیشته نو معلومه شوه چه وجود خو صرف د اللّه تعالٰی دی نودا اگرچه صحیح ده لیکن په دی باندی وحدت الوجود (چه باطله اصطلاح او موهم لفظ دی) اطلاق کول ناجائز دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>