أَمَّنْ خَلَقَ ۹۵۸ القصص

تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۸۳﴾ مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۸۴﴾

هغه کور روستنی (جنت) خاص کؤو مونږ هغه چا لره چه نه غواړی لوئی په دنیا کښی اونه ورانی کول او انجام (دخیر) دپاره دمتقیانو دی ﴿۸۳﴾
چاچه راتلل اوکړل په نیکئ سره پس ده لره غوره حال دی دهغی وجی نه او چاچه راتلل اوکړل په بدئ سره نوبدله نشی ورکیدی هغه کسانوته چه عملونه ئی کړی دی ناکاره مگر دهغه عملونو چه دوی کول ﴿۸۴﴾

[۸۳] دا تفریعات دی په واقعه د موسیٰ علیه السلام باندی - دا اوله تفریع ده په (۷۷،۴) باندی یعنی ددی قصی دفرعون او قارون نه معلومه شوه چه دارالاخرة (جنت) صرف په تقویٰ سره حاصلیږی په علوتکبر او فساد سره که چیری حاصلیدلی نوفرعون او هامان او قارون ته به حاصل شوی وی -
[۸۴] دا علت دی د مخکښی آیت دپاره اوبیان ددی خبری دی چه جزاء دجنس دعمل نه وی یعنی تقویٰ حسنه ده او علو، فساد سیئات دی دهریوجزا دهغی مناسب ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>