أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۵ القصص

وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ ﴿۵﴾ وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَنُرِيَ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا مِنْهُمْ مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ ﴿۶﴾ وَأَوْحَيْنَا إِلَى أُمِّ مُوسَى أَنْ أَرْضِعِيهِ فَإِذَا خِفْتِ عَلَيْهِ فَأَلْقِيهِ فِي الْيَمِّ وَلَا تَخَافِي وَلَا تَحْزَنِي إِنَّا رَادُّوهُ إِلَيْكِ وَجَاعِلُوهُ مِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۷﴾ فَالْتَقَطَهُ آلُ فِرْعَوْنَ لِيَكُونَ لَهُمْ عَدُوًّا وَحَزَنًا إِنَّ فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَجُنُودَهُمَا كَانُوا خَاطِئِينَ ﴿۸﴾

او مونږ غوښتل چه احسان اوکړو په هغه کسانو باندی چه کمزوری کړی شوی وؤ په ملک کښی اوجوړ کړو مونږدوی لره مشران ددین اوجوړکړو دوی لره وارثان دځمکی ﴿۵﴾
اوچه طاقت ورکړو دوی لره په ملک کښی او اوخایو فرعون او هامان او لښکرو دهغوی ته دطرف د بنی اسرائیلو نه هغه شی چه دوی ترینه ویره کوله ﴿۶﴾
او خودنه اوکړه مونږ مور د موسیٰ علیه السلام ته چه پئ ورکوه ده لره پس هرکله چه اویریږی په ده باندی نوواچوه ده لره په دریاب کښی اومه ویریږه (دده دمړکیدلونه) او مه خفه کیږه (دده په جدائی باندی) یقیناً واپس راگرځوؤ ده لره تاته او جوړوؤ ده لره دپیغمبرانو نه ﴿۷﴾
پس را اوچت کړو ده لره کورنئ دفرعون (عاقبت دا) چه شی دوی لره دشمن او غم یقیناً فرعون او هامان او لښکری دهغی دواړه وؤ دوی خطاکار ﴿۸﴾

[۵] دا ذکر دانعاماتو دی په بنی اسرائیلوباندی په دی آیت کښی دری انعامات ذکرشوی دی اودیته انقلابی انعامات وئیلی کیږی اول داچه ضعف او کمزوری ددوی بدلوی په قوت ورکولوسره، اوپه دی کښی هغه انعاماتو ته اشاره ده کوم چه په سورة بقرة کښی ذکرکړی شوی دی دوهم (وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً) مراد ددی نه دعوت کوونکی دی دین حق ته لکه سورة الم سجده (۲۴) کښی ذکردی او دی کښی اشاره ده چه په دین کښی مقتداء‌ جوړیدل لوی انعام الٰهی دی دریم (وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ) ددی ذکرپه سورة اعراف (۱۳۷) کښی تیرشوی دی -
[۶] په دی کښی دوه انعامات دی اول داچه علاوه دوراثت دمصر نه نورو ملکونو کښی قدرت ورکول لکه چه په ځمکه دشام کښی ئی هم دوی ته تسلط ورکړو دوهم نُرِيَ آه (مَا كَانُوا يَحْذَرُونَ) چه هغه زوال دبادشاهئ دفرعون دی په سبب دیوولد د بنی اسرائیلو چه هغه دوی ته په ذریعه د بنی اسرائیلو یا په خوب دفرعون سره معلوم شوی وؤ اوفرعون دهغی ویری نه ذبح د ابناؤ د بنی اسرائیلو کوله -
[۷] ددی آیت نه تفصیل دقصی د موسیٰ علیه السلام دی اوددی نه مقام اول دی تر (۱۴) پوری، په دی کښی ذکر دمصیبت دی په مور د موسیٰ علیه السلام باندی سره دبشارتونو او کرامتونونه او سبب درسیدلو د موسیٰ علیه السلام دی دفرعون کورته اوبیا دمورغیږی ته اودا احوال دصغر (وړوکوالی) دی په دی (۷) کښی دوه اوامراو دوه نواهی او دوه بشارتونه ذکردی اوداد قرآن لوئ فصاحت او بلاغت دی اود وحی نه مراد الهام دی په طریقه غائیبانه سره یا په واسطه دفرښتی سره او دیته کرامت وئیلی کیدی شی اوپه دی کښی ذکردمصیبت دی سره دبشارت نه -
[۸] په دی آیت کښی اشاره ده چه بعضی وخت کښی عمل دشخص دضرر دپاره سبب اوگرځی - (لِيَكُونَ) دی ته لام عاقبت وئیلی کیږی (خَاطِئِينَ) خطا شوی وؤ په تربیت د موسیٰ علیه السلام کښی یا مشرکان او گنهگاران وؤ اوپه دی آیت کښی مصیبت ظاهراً ذکرشو ځکه چه د موسیٰ علیه السلام کوردفرعون ته ورتلل ظاهراً سبب دخفگان دمور وؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>