أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۴ القصص

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

طسم ﴿۱﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ نَتْلُو عَلَيْكَ مِنْ نَبَإِ مُوسَى وَفِرْعَوْنَ بِالْحَقِّ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ ﴿۳﴾ إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۴﴾

طا سین میم ﴿۱﴾
دا آیاتونه دهغه کتاب دی چه وضاحت کوؤنکی دحق اوباطل دی ﴿۲﴾
بیانوؤ مونږ په تاباندی بعضی دخبر د موسیٰ علیه السلام او فرعون په رشتیا (دتسلئ دپاره) د هغه قوم چه ایمان راوړی ﴿۳﴾
یقیناُ فرعون لوئي کړی وه په ملک کښی اوجوړ کړی وؤ اوسیدونکی دهغی ډیری ډلی کمزوری کوله ئی یو ډله دهغوی نه حلالول ځآمن دهغوی اوبی حیاکولی ئی زنانه دهغوی یقیناً د وؤ دفساد کوونکونه ﴿۴﴾

سورة القصص

ربط: ددی سورة د سورة نمل سره په ډیرو وجوهو سره دی اوله وجه داده چه مخکښی سورة کښی اثبات دتوحید اوشو په دلیلونو نقلیو او عقلیو سره نوپه دی سورة کښی تسلی او تشجیع ده نبی او مؤمنانو ته په رسولو ددی مسئلی سره اوبشارت دی په کامیابئ‌ سره - دوهمه وجه سورة شعراء‌ اونمل د موسیٰ علیه السلام دقصی دابتداء‌ نه وه ذکرکړی اوس په دی سورة کښی د موسیٰ علیه السلام دولادت دحال نه شروع کوی - دریمه وجه دا چه دهغی سورة په آخر کښی سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فرمائیلی وؤ نوپه دی سورة کښی دهغه آیاتونونه واقعه دهلاکت دفرعونیانو ذکرکوی -
دعویٰ ددی سورة: دا تسلی ده احل حق ته په کامیابئ سره روستو دتیرولو دمصیبتونونه په دعوت دتوحید کښی اوددی دپاره مثال نعمتونه دی په بنی اسرائیلو باندی اوعذابونه دی په دشمنانوباندی یعنی فرعون، هامان او قارون اوپه سورة کښی اثبات دتوحید دی په عقلی دلیلونو سره اوپه رد د دری اقسامو دشرک سره چه شرک فی العلم او فی التصرف او فی الدعا دی -
خلاصه ددی سورة: دا سورة تقسیم دی دری بابونو ته اول باب تر (۴۴) پوری دی په دی کښی اول ترغیب دی قرآن ته بیا دعویٰ دسورة ده - بیا اجمال دقصی د موسیٰ علیه السلام دی په ذکردپنځه نعمتونو سره په بنی اسرائیلو باندی اوذکر دنعمت په فرعونیانوباندی دوجی دشپږ ظلمونونه بیا قصه د موسیٰ علیه السلام چه تقسیم ده پنځه مقاماتو ته -

تفسیر

[۱] دا دمقطعاتو نه دی دپاره دتنبیه په اعجاز دقرآن کریم باندی -
[۲] دا ترغیب دی قرآن کریم ته او (الْمُبِينِ) کښی اشاره ده چه په دی سورة کښی تفصیل دواقعی د موسیٰ علیه السلام دی -
[۳] دا دعویٰ دسورة ده یعنی تسلی ده نبی ﷺ او مؤمنانو ته یعنی په واقعه د موسیٰ علیه السلام اوفرعون کښی مؤمنانو دپاره فائدی او بشارت او تسلی ده چه تکبراو اولوئی او ډیروالی دمال او جاه دعذاب نه بچ کول نشی کولی او حق پرستو باندی مصیبتونه راځی او اللّه تعالٰی به کامیابی ورکوی -
[۴] په دی آیت کښی دفرعونیانو شپږ جرمونه ئی ذکرکړی دی (عَلَا فِي الْأَرْضِ) تکبرپه دعویٰ د ربوبیت اود الوهیت سره (شِيَعًا) داسی ډلی چه هغوی دیوبل سره تعصب او ضدکوی اودارنگ بعضوله په عزت اواقتدار کښی حصه ورکړی او د بعضو نه خدمتونه اخستل (يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ) په دی کښی دواړه کرته داخل دی یعنی دسورة بقرة (۴۹) اودسورة اعراف (۱۲۷) (الْمُفْسِدِينَ) مراد دادی چه کفراوشرک اشاعت او مدد ئی کولو اودتوحید اود تابعدارئ د موسیٰ علیه السلام نه ئی خلق منع کول -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>