أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۳ النمل

إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۱﴾ وَأَنْ أَتْلُوَ الْقُرْآنَ فَمَنِ اهْتَدَى فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ إِنَّمَا أَنَا مِنَ الْمُنْذِرِينَ ﴿۹۲﴾ وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۹۳﴾

یقیناً امرکړی شوی دی ماته چه خاص بندگی دی اوکړم دمالک ددی ښار هغه ذات چه عزت ئی ورکړی دی اودهغه اختیار کښی هرڅه دی اوماته امرکړی شوی دی چه زه شم دتابعدارئ‌ کوؤنکو نه ﴿۹۱﴾
اوچه بیانوؤم قرآن پس چاچه هدایت اموندلو یقیناً هدایت مومی خپلی فائدی لره اوڅوک چه گمراه شو نو اوایه یقیناً زه د ویره ورکوؤنکو نه یم ﴿۹۲﴾
او اوایه ټول صفتونه دخدائی توب خاص اللّه تعالٰی لره دی زر دی چه اوبه ښایم تاسوته دلیلونه خپل پس تاسوبه ئی اوپیژنئ اونه دی ستا رب غافل دهغه عملونونه چه دوی کوی ﴿۹۳﴾

[۹۱] هرکله چه هیبت دقیامت ذکرکړی شو نودهغی نه د بچ کیدلو دپاره طریقه ذکرکوی اودا دوحی دلیلونه دی - (إِنَّمَا أُمِرْتُ) یعنی توحید عقیدةً او عملاً باندی ماته امرکړی شوی دی (رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ) دا اول دلیل دی او (وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ) دا دوهم دلیل دتوحید دی هرکله چه دوه امرونه دی ددی وجی نه دوه دلیلونه ئی ذکرکړل (مِنَ الْمُسْلِمِينَ) مراد دادی چه د توحید علمونه ښکاره کولو باندی ماموریم لکه په سورة انعام (۱۶۳) کښی - د بَلْدَةِ تخصیص ددی وجی نه اوشو چه هغه دمشرکانو په نظرکښی معظم ده محبوبه ده نودهغی رب به هم ضرور معظم او معبود وی اودارنگ بعضی روایاتو منقول دی چه دابة الارض به دځمکی د مکی نه را اوځی ددی وجی نه خاص کړی شوه په ذکرسره په دی سورة کښی -
فائده: هرکله چه په دی سورة کښی خطابات د نبی ﷺ ذکر کړی شول په(۸۱،۸۰،۷۹،۷۸،۷۴،۷۳،۷۲،۷۰،۶۹،۶۵،۵۹،۶) کښی نو ددی ایت په اول کښی قل مقدر دی اومتعلق دی دهغه خطاباتو سره او دا شپاړلسم خطاب دی -
[۹۲] داهم دلیل وحی دی أُمِرْتُ لاندی داخل دی اودا اولسم خطاب دی - فقل اتلسم خطاب دی - او تلاوت په طریقه ددعوت سره مراد دی اشاره ده چه وضاحت دتوحید په قرآن بیانولو سره دی (وَمَنْ ضَلَّ فَقُلْ) اصل جزا مقدر ده فیضِل علیها او فَقُلْ آه دپاره دبرائت د نبی ﷺ دی د ذمه واری دگمراهانونه -
[۹۳] دا دعویٰ دتوحید ده لکه چه دا تفریع شوه په دلیلونو دتوحید اوپه ذکر داحوالو دقیامت باندی اودا نورلسم خطاب دی (آيَاتِهِ) ددی نه مراد نمونی دعذاب دنیوی دی په مختلفونو قومونو مکذبینوباندی - (وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ) هم ددی تائید دی یامراد ددی نه نوردلیلونه دتوحید د اللّه تعالٰی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>