أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۲ النمل

وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ إِنَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَفْعَلُونَ ﴿۸۸﴾ مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا وَهُمْ مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ ﴿۸۹﴾ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَكُبَّتْ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۰﴾

اووینی به ته غرونو لره گمان به کوی ته په هغی باندی کلک په ځای باندی اوهغه به تیریږی په شان د تیریدلو د وریځی جوړخ د اللّه تعالٰی دی هغه ذات چه مضبوط کړی دی هرڅیز یقیناً اللّه تعالٰی خبردار دی په هغه کارونو چه تاسو ئی کوئ‌ ﴿۸۸﴾
چاچه راتله اوکړو په ښه (خصلت) سره نو ده لره غوره بدله به وی دهغی دوجی نه اودوی به د گبراهټ ددغی ورځی نه امن والا وی ﴿۸۹﴾
اوچاچه راتلل اوکړل په بدئ نو اوغورځولی به شی مخونه ددوی په اور کښی بدله نشی درکیدلی تاسوته مگردهغه عملونو چه تاسو کول ﴿۹۰﴾

[۸۸] داد احوالو دقیام دقیامت نه هیبت ناک څلورم حال دی (تَحْسَبُهَا جَامِدَةً) یعنی اوس ته دا گمان کوی چه دا غرونه ډیرکلک دی اوحال دا چه دا به دوریځوپه شان روان شی یاداچه په هغه وخت به ته گمان کوی چه دا غرونه په خپل ځای باندی ولاړ دی او حال داچه روان به وی ځکه چه غټ جسم چه حرکت کوی نوانسان په هغی باندی نه پوهیږی - امام قرطبی دغرونو حالات چه په وخت دقیام دساعت کښی وی په ترتیب سره ذکرکړی دی اول اندکاک (فدکتادکة واحدة) دوهم کالعهن المنفوش دریم هباء منثورا څلورم نسف پنځم مرالسحاب شپږم سراب (صُنْعَ اللَّهِ) مفعول مطلق دی دفعل یا انظروا مخذوف دی یعنی اوگورئ جوړخ د اللّه تعالٰی ته غرونو وغیره لره (كُلَّ شَيْءٍ) نه مراد غرونه اودهغی ټکړی دی یا هرڅیزمراد دی او اتقان نه مراد مناسب او په حکمت سره جوړول دی -
[۸۹] دا د احوالو دبعث بعدالموت نه پنځم حال دی اوبشارت دی مؤحیدنو لره (بِالْحَسَنَةِ) کلمه د لآ اِلَهَ اِلّا اللّهُ ده (خَيْرٌ مِنْهَا) مِن اجلِیَه دی یعنی بهتر جزا به وی دوجی دکلمی دتوحید نه (مِنْ فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ) دا فزع دورځ دقیامت د مخکښی نه جدا ده ځکه چه په ورځ دقیامت ډیرهیبتونه دی یودهغی نه ذبح دموت ده دلته صعق مراد نه دی ځکه چه هغه صعق اوبیا افاقه په ټولو مؤمنانوباندی هم راځی -
[۹۰] دا تخویف اخروی دی اوپه دی کښی شپږم حال ذکرکوی او السیئه نه مراد شرک او کفردی (هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ) اشاره ده چه دا جزا په شان دعمل ددوی ده دوی د اللّه تعالٰی دین لره الټه کړی وؤ نودوی به هم الټه کړی شی اودارنگ سورة شعراء کښی تیرشوی دی (۹۴) آیت کښی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>