أَمَّنْ خَلَقَ ۹۳۶ القصص

وَقَالَتِ امْرَأَتُ فِرْعَوْنَ قُرَّتُ عَيْنٍ لِي وَلَكَ لَا تَقْتُلُوهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۹﴾ وَأَصْبَحَ فُؤَادُ أُمِّ مُوسَى فَارِغًا إِنْ كَادَتْ لَتُبْدِي بِهِ لَوْلَا أَنْ رَبَطْنَا عَلَى قَلْبِهَا لِتَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰﴾ وَقَالَتْ لِأُخْتِهِ قُصِّيهِ فَبَصُرَتْ بِهِ عَنْ جُنُبٍ وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۱﴾

او اوئیل ښځی دفرعون یخ والی دسترگوځما او ستادی مه وژنه ده لره کیدی شی چه نفع راکړی مونږته یابه ئی اونیسو دځوئ په ځآئ باندی اودوی نه پوهیدل ﴿۹﴾
اوصباله شو زړه د مور د موسیٰ علیه السلام اوزگار دهرڅه نه (سیوادفکردبچی نه) یقیناً نزدی وه چه حال ئی دهغه ښکاره کړی وی که چیری تړون نه وی راوستلی مونږپه زړه هغه باندی دپاره ددی چه شی دایمان والونه ﴿۱۰﴾
او اوئیل دی خور دهغی ته لاړه شه ورپسی نو کتل هغی ده ته د لری نه او دوی نه پوهیدل ﴿۱۱﴾

[۹] دا نعمت د اللّه تعالٰی دی دمصیبت نه نجات اوحفاظت د موسیٰ علیه السلام یعنی اللّه تعالٰی د موسیٰ علیه السلام خفاظت اوکړو په ذریعه دښځی دفرعون سره او دغه ښځی امید دنفع کړی وؤ نو اللّه تعالٰی هغه لره هدایت نصیب کړو په سبب د موسیٰ علیه السلام سره اوددی ښځی ذکرپه سورة تحریم (۱۱) کښی شته دی - (أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا) اشاره ده چه ددی ښځی ولد نه وؤ لیکن ددی وجی نه چه فرعون کښی مردانیت نه وؤ نو ځکه هغه چپ پاتی شو (وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ) دا کلام مستقل رد دی په فرعونیانوباندی چه دوی موسیٰ علیه السلام دغه وخت نه پیژندلو، یا دا کلام دښځی دی یعنی مونږپه دی په پټه طریقه دځان دپاره ولد اوگرځوو اونورو خلقو ته به معلومه نه وی هغوی به خیال کوی چه دی واقعی ددوی ولد دی -
[۱۰] په دی آیت کښی ذکردمصیبت دی په مورد موسیٰ علیه السلام باندی لیکن سره دنعمت نه په طریقه دکرامت دهغی، ځکه ربط القلب دداسی مصیبت په وخت د اللّه تعالٰی دطرف نه کرامت اونعمت دی او داسی ربط القلب په اصحاب کهف باندی هم وؤ سورة کهف (۱۴) (مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) مراد ددی هغه څوک چه په وخت دمصیبت او ابتلاء‌ کښی هم په ایمان باندی پوخ وی او د اللّه تعالٰی په وعدو باندی یقین لری -
[۱۱] هر کله چه مور د موسیٰ علیه السلام ته معلومه شوه چه موسیٰ علیه السلام دفرعون کورته تلی دی لیکن زړه ددی مضبوط وؤ او نور حال دمعلومولو دپاره ئی خور د موسیٰ علیه السلام دفرعون کورته اولیږله هغه هم هوښیاره وه ځکه چه موسیٰ علیه السلام ته نزدی نه راتلله دپاره ددی چه څوک شک اونه کړی چه دا دده خورده نوددی وجی دلری نه ئی کتل -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>