وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۸ النمل

الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ زَيَّنَّا لَهُمْ أَعْمَالَهُمْ فَهُمْ يَعْمَهُونَ ﴿۴﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ لَهُمْ سُوءُ الْعَذَابِ وَهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ ﴿۵﴾ وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِنْ لَدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ﴿۶﴾ إِذْ قَالَ مُوسَى لِأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُمْ مِنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُمْ بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ ﴿۷﴾

هغه کسان چه پابندی کوی دمانځه اوورکوی زکوٰة او دوی په آخرت هم دوی یقین لری ﴿۳﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان نه راوړی په آخرت باندی ښائسته کړی دی مونږ دوی ته عملونه ددوی نو دوی گډوډ دی ﴿۴﴾
دا هغه کسان دی چه دوی له ناکاره عذاب دی اودوی به آخرت کښی هم دوی تاوان والا وی ﴿۵﴾
اویقیناً ته خامخا ښودلی شی تاته قرآن دطرف دحکمت والا اوپه هرڅه پوهیدونکی ذات نه ﴿۶﴾
کوم وخت چه اوئیل موسیٰ علیه السلام خپل کوروالاته یقیناً مالیدلی دی اور، زر ده چه رابه وړم تاسوته دهغی نه خبر(دلاری) یابه راوړم تاسوته شغله لیت بل کړی ددی دپاره چه تاسو تاوده شئ ﴿۷﴾

[۳] دری صفتونه ئی داهل قرآن ذکرکړی دی چه داصفتونه په ایمان بالقرآن سره پیدا کیږی -
[۴] په دی کښی زجردی دمنکرینوته چه انکار دآخرت نه سبب دی د اعمالوقبیحو (مخالف دصفاتو داهل قرآن نه) او اعمال قبیحه سبب دی دعمه یعنی پریشانی دژوند دنیوی (زَيَّنَّا لَهُمْ) نسبت د زینت اللّه تعالٰی ته په اعتباردخلق سره دی دپاره دابتلاء‌ اوکله ددی نسبت شیطان کیدی شی په اعتباردوسوسی دهغه سره (أَعْمَالَهُمْ) نه مراد ناکاره عملونه او بدعات دی -
[۵] په دی کښی تخویف دی دنیوی او اخروی منکرینوته (سُوءُ الْعَذَابِ) ددی وجی نه چه اعمال ئی سیئه دی او اخسرون ددی وجی نه چه هغه اعمالوسیئو ته ښه کارونه وائی اوځان په کښی کړَوی -
[۶] دا متعلق دی د اول آیت سره اوپه دی کښی تسلی او تشجیع ده رسول اللّٰه ﷺ ته په بیانولو دقرآن په تاکید سره (لَتُلَقَّى) کښی تاکید دی یعنی قرآن راځی تاته دطرف د اللّه تعالٰی نه او ته ئی قبلوی په مضبوطیا سره بل تاکید دادی (مِنْ لَدُنْ) دمینځ نه واسطه دجبرائیل ئی خذف کړله ځکه چه هغه رسول دی اوخبره درسول خو کلام دمرسِل وی (حَكِيمٍ عَلِيمٍ) دا نورتاکیدات دی او دا تمهید دی دراتلونکو واقعاتو دپاره چه په دغه واقعاتو کښی حکمتونه دی اود علمونو د اللّه تعالٰی مظهردی اوداپه دی سورة کښی اول خطاب دی نبی ﷺ ته -
[۷] ددی آیت دوهم باب دی تر (۵۹) پوری په دی کښی واقعه د موسیٰ علیه السلام او سلیمان علیه السلام کښی لوئ حکمت ته اشاره کوی چه دوی په غیبو باندی علم نه لرلو او واقعه دصالح علیه السلام او دلوط علیه السلام کښی لوی حکمت ته اشاره ده چه دوی او ددوی تابعداران (اگرچه دا ټول بزرگان وؤ) په سلامتیا او عافیت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - ددی آیت نه تر (۱۴) پوری اوله قصه د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی اوپه هرآیت کښی حکمتونه دی اوهرکله چه سورة شعراء کښی دابتداء‌ ددی قصی نه وه ذکرکړی نوپه دی آیاتونو کښی ابتداء‌ دقصی ذکرکوی - په دی (۷) کښی بعضی حکمتونه دادی (۱) د موسیٰ علیه السلام اهل وعیال وو (۲) سفرداهل سره جائزدی (۳) غیب دان نه دی ځکه نورته ئی ناراوئیل (۴) داوروالونه استفاده کول په خبردلاری (۵) داورنه استفاده کول دپاره د دفع دیخنی (بِشِهَابٍ قَبَسٍ) شهاب رنړا ته وئیلی کیږی اوقبس بل لیتکی ته وائی یعنی شغله دبل لیتکی به راوړم -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>