وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۷ النمل

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

طس تِلْكَ آيَاتُ الْقُرْآنِ وَكِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۱﴾ هُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾

طاسین، دا آیاتونه دقرآن او دکتاب ښکاره کوؤنکی (دحق اوباطل) دی ﴿۱﴾
هدایت دی او خوشحالی ده دپاره دمؤمنانو ﴿۲﴾

سورة النمل
دوهم نوم ئی سورة سلیمان دی -

ربط: ددی سورة دسورة شعراء سره دادی (۱) چه په هغه سورة کښی اظهار دغضب او نعمت الٰهیه وؤ په دی سورة کښی اظهار دعلم او حکمت د اللّه تعالٰی دی (۲) په هغه سورة کښی نقلی دلیلونه وؤ په توحید باندی نوپه دی سورة کښی دوه علتونه ذکرکوی دپاره درد دشرک (۳) دهغه سورة په اخر کښی صدق دقرآن ئی ذکرکړو په دفع کولو دشبهاتو سره نوپه دی سورة کښی ترغیب ورکوی قرآن ته -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دتوحید د الوهیت د اللّه تعالٰی دی په دوه علتونوسره - اول علت دادی چه ټول بزرگان بندگان سلامتیا او عفت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی - دوهم علت دادی علم غیب په اللّه تعالٰی پوری خاص دی اودا دواړه علتونه په ضمن دڅلورو قصوکښی ذکرکوی او دارنگ په عقلی دلیلونو سره په رد دالوهیت دغیراللّه باندی -
خلاصه ددی سورة داده: چه دا سورة تقسیم دی دری بابونو ته - اول باب تر (۷) پوری دی په دی کښی ترغیب دی قران کریم ته په ذکر دڅلورو صفات دقرآن او څلورصفات داهل قرآن اوزجردی دمنکرینو دقرآن ته اوتخویف اخروی او تسلی ده نبی ﷺ ته -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتو نه دی اوکیدی شی چه طا اشاره وی حکمتونوته چه په طورکښی ئی موسیٰ علیه السلام ته ورکړی وؤ اوهغه سبب اوگرځیدو دپاره دسقوط‌ دفرعون چه غیرشرعی سیاست ئی کوؤ - او سین اشاره وی حکمتونو دسلیمان علیه السلام ته چه تعلق لری دشرعی سیاست سره - او میم په دی سورة کښی ئی نه دی ذکرکړی ځکه احوال د محمد ﷺ ئی په دی سورة کښی په اختصارسره ذکرکړی دی بیاپه دی کښی ترغیب دی قرآن کریم ته اوپه دی کښی ئی دوه اوصاف ذکرکړی دی - اول كِتَابٍ اشاره ده جامعیت ددی ته - دوهم مُبِينٍ، سره د جامعیت نه وضاحت دمقاصدو-
[۲] په دی کښی نوردوه صفتونه د قرآن ذکردی هدایت دی عظیم مقصدنوته اوپه دی سره خفگان او تکلیف نه زیاتیږی بلکه بُشریٰ دی یعنی مؤمنانو لره خوشحالی زیاتوی - اویوصفت داهل قرآن ذکرکوی - (لِلْمُؤْمِنِينَ) اشاره ده چه دغه فائدی مؤمنانوته ښکاره کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>