وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۶ الشعراء

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ ﴿۲۲۷﴾

اویقیناً دوی وائی هغه چه دوی ئی نه کوی ﴿۲۲۶﴾
مگرهغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی او عملونه کوی نیک (په تابعدارئ دسنت کښی) او یادوی اللّه تعالٰی لره ډیراو بدل ئی واخستو ددی نه روستو دهغی چه دوی باندی ظلم کړی شو یا دی اوزر دی چه پوهه به شی هغه کسان چه ظلم ئی کړی دی چه کوم اړخ ته دوی اوړی ﴿۲۲۷﴾

[۲۲۶] په دی کښی دریمه طریقه دجواب ده چه دشاعرانو قول او عمل مختلف وی - درسول دمحبت شعرونه وائی اوسیرت اوصورت ئی دهغه خلاف وی نورو خلقو لره دنیکو اعمالو او دسخاوت وغیره ترغیبونه ورکوی اوپه خپله پری عمل نه کوی - او ددی نبی او دده ملگروقول او عمل بالکل یوشان دی -
[۲۲۷] هرکله چه شاعرانو کښی صحیح مؤمنان هم شته لکه په صحابه کراموکښی حسان بن ثابت رضی اللّه عنه او نورهم، ددوی وجی نه دهغوی استثناء کوی او څلورصفتونه ذکرکوی ایمان، عمل صالح، ذکرکثیر، بدله او انتقام اخستل، یعنی ددوی اشعارو کښی ایمان او اعمال صالحوته ترغیب وی اود اللّه تعالٰی په حمد اوثناباندی مشتمل وی اوهرکله چه کافران شاعران د نبی ﷺ یاد مسلمانانو یا داسلام هجواوکړی نودوی دپاره د انتصار دهغوی په هجوکښی جوابی اشعار وائی ځکه داهم یوقسم جهاد باللسان دی ځکه چه مشهوره ده دغشی زخم جوړیږی خودژبی زخم نه جوړیږی اوپه آخردسورت کښی تخویف شدید دی ظالمانو شاعرانو او نورو منکرینوته (سَيَعْلَمُ) کښی تهدید دی (الَّذِينَ ظَلَمُوا) کښی تعمیم دی (أَيَّ) کښی ابهام دی (مُنْقَلَبٍ) کښی ددوی دنعمتونو او خوشحالو انقلاب ته اشاره ده چه دابه په غمونو سره بدله شی ځکه چه لفظ دمرجع اکثروئیلی کیږی واپس کیدل اول حال ته او لفظ د مُنْقَلَبٍ واپس کیدل دی بدحال ته (يَنْقَلِبُونَ) کښی تجُّدد د انقلاب ته اشاره ده چه حالت به ئی نوی نوی فساد او خرابئ طرف ته بدلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>