وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۵ الشعراء

هَلْ أُنَبِّئُكُمْ عَلَى مَنْ تَنَزَّلُ الشَّيَاطِينُ ﴿۲۲۱﴾ تَنَزَّلُ عَلَى كُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ ﴿۲۲۲﴾ يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ ﴿۲۲۳﴾ وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿۲۲۴﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿۲۲۵﴾

آیا خبر درکړم تاسولره په باره دهغه چاچه راکوزیږی په هغه باندی شیطانان ﴿۲۲۱﴾
راکوزیږی په هرډیر دروغژن گنهکار باندی ﴿۲۲۲﴾
اچوی دوی (په غوږونو دکاهنانو کښی) اوریدلی شوی خبری اوډیرددوی نه دروغژن دی ﴿۲۲۳﴾
اوشاعران روان دی په هغوی پسی سرکشان خلق ﴿۲۲۴﴾
آیاته نه گوری چه دوی په هره کنده کښی گډوډ گرځی ﴿۲۲۵﴾

[۲۲۳،۲۲۲،۲۲۱] اول ئی حال دشیطانانو بیان کړو بیا ئی حال دصالحینو بیان کړو نو اوس حال دملگرو دشیاطینو بیانوی اودا جواب دشبهی تتمه ده حاصل دا چه ملگری دشیطانانو دورغژن گنهگار تلبیس درشتیا باطلو کوی اودا پیغمبراو صحابه ددی صفاتو نه پاک دی نوڅرنگ شبهه کوئ (أَفَّاكٍ أَثِيمٍ) داد کاهن صفتونه دی (يُلْقُونَ السَّمْعَ) په معنیٰ دمسموع دی مطلب دادی چه کومه یوه خبره ئی د ملائکونه اوریدلی وی هغه دکاهن په غوږ کښی اوغورځوی اودا کاهن ورسره نوردروغ د ځان نه دطرف نه گډ کړی نوهرکله چه دهغه یوه خبره رشتیا معلومه شی نوخلق دهغه دنورو دروغو تصدیق کوی هم دارنگ حدیث صحیح کښی ذکردی - یا السَّمْعَ په بالسَّمْعَ دغوږ دی یعنی شیطانان ملائکوته غوږ کیدی اودروغ خبری ورسره گډی کړی -
[۲۲۴] په دی آیت کښی ددوهمی شبهی جواب دی منکرینووئیل چه دا شاعردی اودا قرآن دده شعردی او دمنکرینوپه نیز داثابته وه چه شاعر دروغولره په شعرسره ښائسته کوی اوخلقوباندی اثرکوی - جواب ورکوی په دری طریقوسره په دی آیت کښی - اوله طریقه دجواب ده استدلال بالصاحب والقرین (مثال دی چه سړی ته مه گوره ملگری ته ئی اوگوره) یعنی د شاعرانو تابعدار او ملگری گمراهان، بدمعاشان، فاسقان وی اوددی نبی ﷺ صحابه سجده کوؤنکی ژړا کوؤنکی دنیا سره محبت نه کوؤنکی دی - (دارنگ په تفسیرسراج المنیرکښی دی)
فائده: هرکله چه د ښائسته صفاتو صحابونه صدق د نبی ﷺ باندی استدلال اوکړی شو نو لازمی نتیجه داده چه څوک دصحابه کرامو بدی وائی اوهغوی ته سب اوشتم کوی نوهغه دنبی تکذیب کوی -
[۲۲۵] په دی کښی دریمه طریقه دجواب ده چه شاعران بیهوده کلام اومتضاد خبری او ددنیا د لالچ دوجی نه د چا مدح او دچا هجو کوی - او لفظ د (يَهِيمُونَ) کښی تشبیه ددوی ورکوی داوښانو وږو تږو سره چه هری کندی اوصحراء ته دخوراک په حرص کښی گرځی - اوهرچه قرآن او ددی نبی ﷺ حال دی نود هدایت او دحکمت دخبرونه ډک دی دنیا پرستئ او هوا پرستئ نه خالی دی - [۲۲۳،۲۲۲،۲۲۱] اول حال شیطانان را بیان کرد باز حال صالحین را بیان کرد حالا حال همراهان شیاطین را بیان میکند و جواب شبهه تتمه است حاصل اینکه همراهان شیاطین دروغگو گنهگار تلبیس راست و باطل را میکند واین پیغمبر و صحابه از این صفات پاک اند پس چگونه شبهه میکنید - (أَفَّاكٍ أَثِيمٍ) این صفات کاهن است (يُلْقُونَ السَّمْعَ) به معنی مسموع است مطلب این است که کدام یک سخنی را که از ملائیک شنیده باشد آن را درگوش کاهن می آندازد و این کاهن دیگر دروغ را از خود به آن می آمیزد پس چون یک سخن اوراست معلوم شود مردم تصدیق دروغ دیگر آنرا میکنند همچنین در حدیث صحیح ذکر است - یا السمع به معنی گوش است یعنی شیطانان به ملائیک گوش می نهند و سخن های دروغ را به آن می آمیزند -
[۲۲۴] دراین آیت جواب شبهه دوم است منکرین میگفتند که وی شاعر است و این قرآن شعر اوست و نزد منکرین این ثابت بود که شاعران دروغ را به همراه شعر آراسته میسازند و بر مردم اثر میکند - به سه طریقه دراین آیت جواب میدهد - طریقه اول جواب است استدلال بالصاحب و القرین (مثال است که به شخص مه نگر به دوستش بنگر) یعنی پیروان و دوستان شاعران گمراهان ، بدمعاشان ،‌ فاسقان میباشند و صحابه این نبی ﷺ سجده کنندگان گریه کنندگان و با دنیا محبت نه کنندگان اند - (همچنین در تفسیر سراج المنیراست) -
فایده: چون از صفات نیکو صحابه بر صدق نبی ﷺ استدلال کرده شد پس نتیجه لازمی این است که کسانی که صحابه کرام را بد میگویند وبرایشان سب وشتم میکنند پس او تکذیب نبی را میکند -
[۲۲۵] دراین طریقه دوم جواب است که شاعران کلام بیهوده و سخن های متضاد و از سبب طمع دنیا مدح کسی و هجو دیگری را میکنند - و در لفظ (يَهِيمُونَ) تشبیه ایشان را به شترها میدهد که در هر وادی و صحرا در حرص خوردنی و نوشیدنی میگردند - و هرکه حال قرآن و این نبی ﷺ است پر از سخنان هدایت و حکمت است خالی از دنیاپرستی و هواپرستی است -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>