وَقَالَ الَّذِينَ ۹۰۹ النمل

فَلَمَّا جَاءَهَا نُودِيَ أَنْ بُورِكَ مَنْ فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۸﴾ يَا مُوسَى إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۹﴾ وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى لَا تَخَفْ إِنِّي لَا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ ﴿۱۰﴾

پس هرکله چه راغی موسیٰ علیه السلام هغی ته آواز ورکړی شو چه برکت ورکړی شوی دی هغه چاته چه په طلب ددی اورکښی دی اوهغه څوک چه ددی چاپیره دی او پاکی ده اللّه تعالٰی لره چه رب العٰلمین دی ﴿۸﴾
ای موسیٰ علیه السلام یقیناً زه اللّه یم زورآور او حکمتونووالا ﴿۹﴾
او اغورځوه همسا خپله پس هرکله چه اولیدله هغه خوځیدله زرزر گویاکه چمچماردی اوگرځیدلو شاکوؤنکی اونه را گرځیدلو بیرته (اوئیل مونږ) مه ویریږه یقیناً نه ویریږی ځما په خواکښی پیغمبران ﴿۱۰﴾

[۸] حکمتونه په دی کښی (۱) سفر د موسیٰ علیه السلام سبب شو دحصول دبرکاتو د الٰهیو دپاره (۲) موسیٰ علیه السلام اوملائک په برکاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی ځکه مجهول صیغه ئی ذکرکړی ده لیکن فاعل معلوم دی دسورة فرقان نه (۳) اوندا او کلام د اللّه تعالٰی مخلوق دمشابهت منزه پاک دی ځکه ئی سبحان اللّه اوئیل (۴) اوتنزیه (پاکوالی) د اللّه تعالٰی ذاتی او فعلی دواړه ده ځکه ئی اللّه اورب دواړه صفتونه ذکرکړل (أَنْ بُورِكَ) داسلام او ترحب دی د اللّه تعالٰی نه موسیٰ علیه السلام ته (مَنْ فِي النَّارِ) هغه څوک چه په ځای د اورکښی دی یاپه طلب داور کښی دی اودا موسیٰ علیه السلام دی اومراد دنارنه نوردی لیکن په اعتبار د گمان د موسیٰ علیه السلام ئی ورته ناراوئیل (وَمَنْ حَوْلَهَا) مراد ددی نه ملائک دی چه د اللّه تعالٰی په اذن سره دغه نورته راجمع کړی شوی دی -
[۹] حکمتونه دادی (۱) مرحبا او سلام نه روستو تعارف کیږی (۲) دسلام نه روستو کلام دی (۳) الْعَزِيزُ کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی به موسیٰ علیه السلام لره غلبه او عزت ورکوی (۴) الْحَكِيمُ کښی اشاره ده چه موسیٰ علیه السلام باندی اول مصبتونه قسم قسم راوستل اوآخرکښی کامیابی ورکول دابنا دی په حکمت د اللّه تعالٰی باندی (۵) اوپه دی کښی وحی د مسئلی دتوحید ده چه اول فرض دی -
[۱۰] په دی حکمتونه (۱) درسالت سره معجزه په کارده (۲) مناسبه معجزه وه دهغه وخت سره (۳) په غټ والی که ثعبان اوپه زرزر خوځیدلوکښی دجان (چمچمار) په شان، دوه صفتونه متضاد په کښی جمع وو دلیل دی په لوی قدرت د اللّه تعالٰی باندی (۴) دظاهراسبابو نه ویره کول درسالت سره منافی نه دی (۵) دلیل دی چه په غیبوباندی موسیٰ علیه السلام نه پوهیدلو (۶) دلیل دی چه معجزه دنبی په اختیار کښی نه وی (۷) تسلی د اللّه تعالٰی دطرف نه (۸) په وخت دقرب د اللّه تعالٰی کښی داسبابونه خوف نه وی په کار (۹) اودا خاص دی په رسولانو پوری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>