وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۱ الشعراء

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

طسم ﴿۱﴾ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ ﴿۲﴾ لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ أَلَّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ إِنْ نَشَأْ نُنَزِّلْ عَلَيْهِمْ مِنَ السَّمَاءِ آيَةً فَظَلَّتْ أَعْنَاقُهُمْ لَهَا خَاضِعِينَ ﴿۴﴾ وَمَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنَ الرَّحْمَنِ مُحْدَثٍ إِلَّا كَانُوا عَنْهُ مُعْرِضِينَ ﴿۵﴾

طٰا سین میم ﴿۱﴾
دا آیاتونه دکتاب ښکاره دی ﴿۲﴾
آیا ته وژنی ځان خپل په دی وجه چه دوی ایمان نه راوړی ﴿۳﴾
که چیری اوغواړو مونږ رابه اولیږو مونږپه دوی باندی دطرف دآسمان نه نښه نوشی به سټونه ددوی دهغی ته عاجزی کوؤنکی ﴿۴﴾
اونه راځی دوی ته څه یاداشت د زحمان دطرف نه چه نوی دی راتلل دهغی مگردوی دهغی نه مخ اړوؤنکی دی ﴿۵﴾

سورة الشعراء

ربط: ددی سورة د مخکښی سورة سره دادی چه مخکښی دعویٰ دتبارک ذکرشوه نوپه دی سورة کښی تسلی ورکوی نبی ﷺ لره په نزول دعذاب سره په منکرینوباندی اوپه نجات سره مؤمنانولره او نقلی دلیلونه ذکرکوی په دغه مسئله باندی -
دعویٰ ددی سورة: تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته په ډیرو طریقوسره اول په هلاکت دمنکرینو اوپه نجات دمؤمنانوسره - دوهم په بیان دصدق درسول سره په آخر دسورة اوپه دفع داوؤ شبهاتوسره دهغه نه -
خلاصه ددی سورة: داده چه په دی سورة کښی دری بابونه دی اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی کښی ترغیب دی قرآن ته بیا دعویٰ دسورة ئی ذکرکړی ده، بیا دری زجرونه دی اول په اعراض کولو سره دوهم په تکذیب کولوسره دریم انکار ددلیل عقلی نه بیا تفصیل ددعویٰ دسورة دی په دوه آیاتونوکښی -

تفسیر

[۱] داد مقطعاتونه دی غوره داده چه ددی په معنیٰ مونږنه پوهیږو اومقصد ئی بیان د اعجاز دقرآن کریم دی په ابتداء‌ دسورة کښی -
[۲] دی آیت کښی ترغیب دی قرآن ته اومضمون دددی سورة ته (الْمُبِينِ) کښی اشاره ده تفصیل دواقعاتودانبیاء علیهم السلام ته دپاره ددلیل نقلی -
[۴،۳] په دی کښی دعویٰ دسورة ده یعنی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته چه ددوی په انکارکولوباندی د خفگان دوجی نه ځان مه وژنه ددوی ایمان د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی لیکن اللّه تعالٰی په دوی باندی جبرنه کوی ځکه جبری ایمان مقصود نه دی (أَعْنَاقُهُمْ) مشران، ډیری ډلی، سټونه، دری واړه معنی کیدی شی (إِنْ نَشَأْ) مفعول ددی محذوف دی (الایمان بالجبر) (فَظَلَّتْ) ظل دلالت کوی په همیش والی سره دښکاره والی نه -
[۶،۵] په دی کښی زجردی په دری کارونوسره، اعراض، تکذیب، استهزاء (مُحْدَثٍ) یعنی په نزول کښی نوی دی یاددوی په گمان کښی نوی دی داسی سورة انبیاء (۲) کښی تیرشوی دی اوهرکله چه سورة انبیاء کښی تفصیل داحوال دغافلینومقصود وؤ نوهلته ئی یلعبون ذکرکړی دی اوپه دی سورة کښی د معرضینواو منکرینو ذکرمقصود دی ددی وجی نه روستو ذکردتیرشوؤ قومونودی چه هغوی اعراض او انکارکړی وؤ ددی وجی دلته مُعْرِضِينَ ذکرکړی دی - ( أَنْبَاءُ) انباء جمع دنباء ده مراد ددی نه خطرناک او عظیم الشان خبردی چه هغه عذاب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>