وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۰ الفرقان

خَالِدِينَ فِيهَا حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا ﴿۷۶﴾ قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ﴿۷۷﴾

همیشه به وی دوی په هغی کښی ښائسته دی دابنگلی ځای داوسیدلو اوځای ددیره کیدلو ﴿۷۶﴾
ته اوایه پروانه کوی ستاسوپه عذاب باندی رب ځما که چیری نه وی بندگی ستاسو (په تیرشوی عملونوسره) نویقیناً تکذیب اوکړو تاسو پس زرده چه شی به عذاب په تاسوباندی لازم ﴿۷۷﴾

[۷۷] په دی کښی تخویف دنیوی دی هغه چالره چه ددی مخکښی صفتونه مخالفت او تکذیب کوی اوددی سورة دمقصد نه انکارکوی - په دی آیت کښی توجیهات دی ما استفهامیه دی په معنیٰ دانکار - یا نافیه دی اومقصد ددواړو یودی (دُعَاؤُكُمْ) اوله معنیٰ عبادتونه ستاسوپه مخکښی بیان کړی شوی دی صفاتو کښی نودعا په معنیٰ دعبادت سره ده - دوهم مدد غوښتل ستاسود اللّه تعالٰی نه په مصیبتونوکښی په دی دواړو توجیهاتوکښی اضافت ددعا دی فاعل ته - دریم دعوت د اللّه تعالٰی تاسولره توحید ته په دی کښی داصافت ددعا دی مفعول ته - څلورم بلنه ستاسو غیراللّه لره په شرکی بلنی سره په دی کښی اضافت ددعا دی فاعل ته - په اولو دری توجیهاتو سره بِکُمْ معنیٰ بِعَذَابِکُمْ ده اوپه څلورمه معنیٰ کښی بِکُمْ معنیٰ ده مغفرتکم سره، تفصیل ددی معنودادی - اوله معنیٰ پرواه نه کوی یاڅه پرواه به اوکړی اللّه تعالٰی په عذاب ستاسوباندی که نه وی عبادت کول ستاسو اللّه تعالٰی لره په طریقه د عبادالرحمان سره (داخطاب دی مؤمنانوته) (فَقَدْ كَذَّبْتُمْ) پس انکاراوکړو تاسو ددغی طریقی دعبادت نه (ای کافرانو) نوزردی چه عذاب به په تاسوپوری اونخلی دوهمه معنیٰ پرواه نه کوی یاڅه به اوکړی پرواه اللّه تعالٰی په عذاب ستاسو که نه وی رابلنه ستاسو د اللّه تعالٰی په سختوکښی پس (روستوددی نه) تاسو شرک اوکړو نوزردی چه عذاب به تاسوسره اونخلی - دریمه معنیٰ پرواه نه کوی اللّه تعالٰی یاڅه پرواه به اوکړی په عذاب ستاسو که نه وی دعوت د اللّه تعالٰی تاسولره توحید طرف ته پس تاسو تکذیب اوکړو ددعوت د اللّه نوزرده چه عذاب به تاسوپوری اونخلی - څلورمه معنیٰ څه پرواه کوی یاپرواه نه کوی اللّه تعالٰی ستاسوپه بخنه کولوکه نه وی بلنه ستاسو غیراللّه لره په حاجتونواومصیبتونوکښی پس انکاراوکړو تاسوپه شرک کولوسره نوزده چه عذاب به تاسوپوری اونخلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>