وَقَالَ الَّذِينَ ۸۸۲ الشعراء

فَقَدْ كَذَّبُوا فَسَيَأْتِيهِمْ أَنْبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۶﴾ أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ أَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ ﴿۷﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۸﴾ وَإِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ ﴿۹﴾ وَإِذْ نَادَى رَبُّكَ مُوسَى أَنِ ائْتِ الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۰﴾ قَوْمَ فِرْعَوْنَ أَلَا يَتَّقُونَ ﴿۱۱﴾

پس یقیناً دروغژن کړو دوی حق لره نوزرده چه رابه شی دوی ته عاقبت دهغه چه ؤو دوی چه هغی پوری توقی کولی ﴿۶﴾
آیا دوی نه گوری ځمکی ته چه څومره را زرغون کړی دی مونږپه هغی کښی دهرقسم بوټی فائده مند نه ﴿۷﴾
یقیناً په دی کښی خامخا عبرت دی اونه دی اکثرددوی نه مؤمنان ﴿۸﴾
اویقیناً ستارب خامخا زورآوردی (په دشمنانوباندی) خاص رحم کوونکی دی په دوستانوباندی ﴿۹﴾
اوکوم وخت چه آواز اوکړو ستا رب موسیٰ علیه السلام ته چه لاړ شه قوم ظالمانوته ﴿۱۰﴾
چه قوم د فرعون دی آیا دوی ځان دکفرنه نه بچ کوی ﴿۱۱﴾

[۷] په دی کښی زجردی په اعراض کولوسره ددلیل عقلی نه روستو دذکرکولو داعراض دذکر (قرآن) نه - اوپه دی دلیل کښی ځمکه او بوټی دځمکی قسماقسم سره دمختلفو فائدونه مراد دی -
[۹،۸] دا تفصیل دعوی دسورة دی یعنی آیات په قرآن کښی او ځمکه او نباتاتوکښی ډیردی لیکن دوی دضد او دعناد وجی نه انکارکوی او دا سبب دعذاب دی او اللّه تعالٰی عَزِیز دی یعنی عذاب ورکوی منکرینوته او رحِیم دی بچ کوی دعذاب نه مؤمنانولره اودا جملی په دی سورة کښی اته کرته ذکرشوی دی اواشاره ده چه سبب دعذاب دتکذیب (عدم ایمان) دی -
[۱۰] ددی آیت دوهم باب دی تر (۱۹۱) پوری په دی کښی د اوو انبیاؤ علیهم السلام واقعات ذکرکوی اوپه هغی کښی ډیری فائدی دی اول دا نقلی دلیلونه دی په دعویٰ دسورة فرقان باندی - دوهم دا نمونی دعذاب دی په منکرینوباندی - دریم داتسلی ده پیغمبراو مؤمنانولره په نجات ورکولو دعذابونوددنیا نه او دعذاب د آخرت نه - بیا ددی آیت نه تر (۶۸) پوری واقعه د موسیٰ علیه السلام ده په تفصیل سره اوپه دی کښی څلورمقامات دی اول مقام تر (۱۷) پوری دی په دی مقام کښی رسالت د موسیٰ علیه السلام ذکرکوی اودوه ویری دهغه نه لری کول اوپه باره دورور کښی دعا درسالت قبلول اومقصد درسالت ئی ذکرکړی دی - اوپه دی آیت (۱۰) کښی نداء درب موسیٰ ته اجمالاً ذکرکړی ده اوتفصیل دهغی په سورة طٰهٰ کښی تیرشوی دی -
[۱۱] په دی آیت کښی ئی خلاصه ددعوت ذکرکړی ده چه تقویٰ ده اوپه دی سورة کښی ئی دټولو انبیاؤ په دعوت کښی تقویٰ ذکرکړی ده اودا اتفاقی مسئله ده مراد تقویٰ نه هرقسم شرک او کفرنه بچ کیدل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>