قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۱ النور

لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنْكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۳﴾ أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۶۴﴾

مه گرځوی بلنه درسول په کورنئ کښی په شان دبلنی دبعضی ستاسو بعضو لره یقیناً پیژنی اللّه تعالٰی هغه کسانولره چه پټ خوئیږی ستاسودمجلس نه ځان پټوی پس اودی ویریږی هغه کسان چه خلاف کوی دطریقی دنبی نه چه اوبه رسیږی دوی ته فتنه یابه اورسیږی دوی ته عذاب دردناک ﴿۶۳﴾
خبردار یقیناً د اللّه تعالٰی دپاره اختیاردی دهغه څیزونو چه په آسمانونو کښی دی او ځمکه کښی دی یقیناً عالم دی اللّه تعالٰی په هغه حال باندی چه تاسوپه هغی باندی ئی او په کومه ورځ چه اوبه گرځولی شی دوی هغه ته نوخبربه ورکړی دوی ته اللّه تعالٰی په هغه عملونو چه دوی کړی دی او اللّه تعالٰی په هرڅیزباندی عالم دی ﴿۶۴﴾

[۶۳] ددی آیت په اوله جمله کښی ذکرد عظمت شان د نبی ﷺ دی او دوهمه جمله کښی ذکرد حال دمنافقانو دی اودریمه جمله کښی تخویف دی مخالفت کوؤنکو د سنت د نبی ﷺ ته (لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ) په دی کښی دری توجیهات دی اوله توجیه داده چه دعا په معنیٰ دآواز کولو ده، مطلب دادی رسول ته په نامه آواز مه کوئ لکه چه یوبل ته آوازونه کوئ یعنی یا محمد مه وائی بلکه په وخت دخطاب کښی یا نبی اللّه او یا رسول اللّٰه وائی، هم دارنگ ابن کثیراو ابن جریر د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی دی - ددی وجی نه په هیڅ حدیث صحیح کښی نیشته چه یو صحابی نبی ﷺ ته په محمد سره آواز کړی وی بلکه دا آواز منافقانو او یهودیانو به کوؤ - اوکه د اللّه تعالٰی یا جبرائیل دطرف نه آواز وی په محمد سره نوپه هغی باندی قیاس کول صحیح نه دی هغوی ددی آیت مخاطب نه دی - دوهمه توجیه داده دعا په معنیٰ مشهوری سره ده مطلب دادی چه هرکله مخکښی آیت کښی پیغمبرته ئی اوفرمائیل چه په وخت داجازت ورکولو کښی دوی دپاره د اللّه تعالٰی نه دعا دمغفرت اوغواړه نواوس ترغیب ورکوی چه د نبی ﷺ دعا کول دخپلو دعا گانو په شان مه گنړئ‌ ځکه چه دهغه دعا قبوله ده دریمه توجیه داده چه دعا په معنیٰ دحکم سره ده یعنی د نبی ﷺ حکم کول دخپلو حکمونوپه شان مه گنړئ دهغه د حکم تابعداری کول فرض دی (يَتَسَلَّلُونَ مِنْكُمْ) تسلل په معنیٰ د پټ پټ خوئیدلو دی (لِوَاذًا) معنیٰ ځان پناه کول یعنی منافقانو به د نبی ﷺ په مجلس کښی ځان دبل شاته پټ اوکړو اوبی اجازته به دمجلس نه پټ لاړو - او داصفت هغه چاته شامل دی چه په حیلودهوکو سره د نبی ﷺ دسنت طریقی نه ډه ډه کوی - او مخالفت کوی (يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ) ابن کثیروئیلی دی چه أَمْرِهِ، نه مراد منهاج اوسنت او شریعت د نبی ﷺ دی پس ټول اعمال او افعال به دهغه په سنت سره تللی کیدلی شی که دهغی سره برابروی ډیره ښه ده اوکه دهغه دسنت نه خلاف وی نوهغه مردود دی او ددی آیت دلاندی داخل دی (فِتْنَةٌ) ددی نه مراد کفراو اونفاق اوبدعت دی یعنی مخالفت دسنت رفته رفته انسان لره په بدعت اوکفراونفاق کښی اچوی یا مراد ددی نه عذابونه ددنیا دی لکه قحطونه گرانی ظالم بادشاهان وغیره دسنت دوجی نه راځی لکه په دی زمانه کښی چه د نبی ﷺ سنت طریقی مسلمانانو شاته غورځولی دی اوپه عقیدو یا عملونو یاپه حکمونو، قوانینو منلو کښی دقرآن اوحدیث نه خلاف لاری ئی اختیار کړی دی ددی وجی نه هرملک کښی د کافرانو په لاسونوباندی ذلیل کیږی اومختلف عذابونو کښی مبتلا دی اوعذاب الیم دنیوی اواخروی دواړو عذابونو ته شامل دی (اللّهم لاتجلعنا فتنة للقوم الظالمین و نعوذبک من الاعداء ولا تسلط علینا من لایرحمنا - اللّه آمین) -
[۶۴] هرکله چه تیرشوی آیت کښی ذکردعذاب ئی اوکړو نو په دی کښی ذکرکوی چه اللّه تعالٰی قادراوپوره اختیارمند دی عذاب ورکولی شی اوعالم هم دی په هغه چاباندی چه مستحق دعذاب دی اوپه دی آیت کښی اختتام دسورة دی په مسئله دتوحید باندی په رد دشرک فی التصرف او شرک فی العلم سره - اواثبات دقیامت دی په، (يَوْمَ يُرْجَعُونَ) سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>