قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۲ الفرقان

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا ﴿۱﴾

برکتونووالادی هغه ذات چه لږلږ ئی نازل کړی دی فرقان په بنده خپل باندی دپاره ددی چه شی مخلوقاتولره (انس جن) ویره ورکؤونکی ﴿۱﴾

سورة الفرقان

ربط: ددی سورة دسورة نور سره دادی چه په هغه سورة کښی دتوحید اوشرک فرق ئی په مثالونوسره ذکرکړی دی نوپه دی سورة کښی داهل توحید او اهل شرک فرق په بیان دصفاتودفریقینو سره ذکرکوی - اودارنگ په هغه سورة کښی منع اوکړه د اعمالو دجاهلانونه نوپه دی سورة کښی منع کوی دهغوی دعقیدو باطلونه - اودارنگ هرکله چه په نورسره فرق راځی نوددی وجی نه فرقان ئی نور پسی راوړو -
دعویٰ ددی سورة: رد دی په شرک فی البرکات باندی په رد دټولو قسمونو دشرک اوپه عقلی دلیلونو سره دتخویفاتو دمنکرینو نه اوپه زجرونو سره په انکار دمقاصدو څلورو چه توحید اوصدق رسول اوصدق قرآن اواثبات دبعث بعدالموت دی اوپه مقابله د صفاتو دمشرکینو او مؤمنانوسره -
خلاصه د سورة: داسورة تقسیم دی څلوربابونو ته اول بات تر (۱۰) پوری دی په دی کښی دعویٰ دسورة ده اوپه هغی باندی شپږ دلیلونه عقلیه دی - بیا شپږ امورئی نفی کړی دی دمعبودانو باطلؤ نه اودا زجردی مشرکانوته بیا زجردی په انکار دقرآن په شپږو وجوهوسره بیازجردی په انکار درسول په شپږو وجوهو سره -

تفسیر

[۱] دا دعویٰ دسورة ده په رد دشرک فی البرکات سره اوپه دی سورة کښی ئی دری ځله ذکرکړی ده اول کرت مراد برکات دنیویه دی، دوهم کرت مراد اخرویه دی اودریم کرت مراد برکات روحانیه دی - (تَبَارَكَ) په لفظ دبرکت کښی معنیٰ ددوام اوثبات ده او معنیٰ د ډیروالی دخیراو دفائدی ده - په اول معنیٰ سره لازمی دی یعنی همیشه (اوپاک دفنانه) اللّه تعالٰی دی اودوهمه معنیٰ سره متعدی دی یعنی ډیرخیراو فائده ورکوؤنکی اللّه تعالٰی دی یعنی خیراو نعمتونه پیدا کوؤنکی اوپه هغه نعمتونوکښی اثراوزیادت کوؤنکی اللّه تعالٰی دی اودا دواړه معنی په اللّه تعالٰی پوری خاص دی نوددی وجی نه لفظ د تَبَارَكَ په اللّه تعالٰی پوری خاص دی - اوتفسیرقرطبی کښی لیکلی دی چه اللّه تعالٰی ته متبارک او مبارک نه شی وئیلی کیدلی (یعنی په زور د (ر) سره) ځکه چه اللّه تعالٰی په برکاتوکښی بل چاته محتاج نه دی (الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ) دا اول دلیل عقلی دی، اوقرآن نازلیدل دټول عالم دپاره برکت دی اولوئ برکت په کښی دادی چه دحق اودباطل فرق اوتمیزپه دی سره کیږی ځکه چه لفظ د فُرْقَان ئی ذکرکړو (لِيَكُونَ) په دی کښی ضمیر عَبَد ته یا فُرْقَان ته راجع دی اوعالمین نه مراد تمام انسانان او پیریان دی او دادلیل دی چه دا نبی او دا کتاب آخری دی ددی نه روستو بل نوی نبی یاکتاب نشی راتللی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>