قَدْ أَفْلَحَ ۸۶۰ النور

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُولَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَنْ لِمَنْ شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۶۲﴾

یقیناً مؤمنان هغه کسان دی چه ایمان ئی راوړی دی په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه اوکله چه وی دهغه سره په یو کارجمع کؤونکی باندی نودوی نه ځی دهغی نه تردی پوری چه اجازت ترینه اوغواړی یقیناً هغه کسان چه اجازت غواړی ستانه داخلق دی چه ایمان لری په اللّه تعالٰی اوپه رسول دهغه باندی پس هرکله چه اجازت غواړی دوی ستانه دبعضی کاردپاره اواجازت اوکړه هغه چاته چه خوښه شی ستا ددوی نه اوبخښنه اوغواړه دوی لره د اللّه تعالٰی نه یقیناً اللّه تعالٰی بخښنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۶۲﴾

[۶۲] تیرآیت سره ربط دادی چه دسلام حکم لکه چه په مسلمانانو کورنئ‌ کښی دی نودا رنگ په وخت درخصتئ کښی د نبی ﷺ نه حکم دسلام دی دپاره درخصت اخستلو - او دکل سورة سره مناسبت دادی چه مخکښی اداب او احکام قرآنیه بیان شول چه هغی ته آیات بینات وئیلی کیدل نوپه آخرکښی شان درسول ذکرکوی چه دقرآن په شان د نبی ﷺ داحکامو احترام اوعمل کول ضروری دی اوپه دی آیاتونو کښی مقابله ده دصفات دمؤمنانو او دمنافقانو - امرجامع نه مراد هغه کاردی چه امیرالمؤمنین اصحاب الرائ راجمع کړی دمشوری دپاره اوبعضی اهل علمو داخل کړی دی په دی کښی مونځ دجمعی او دمونځونو جماعت هم - بلکه کله یوکس کله په سفرباندی اوځی نوهغه له هم په کاردی چه دخپل امیرنه اجازت اوغواړی (وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ) په دی سره دعا په وخت درخصت کیدلو ثابته شوه لیکن لاس پورته کیدل په کښی ضروری او لازم نه دی - اوپه دی کښی اشاره ده چه هرکله امیراستغفار دعا اوغواړی نومعلومه شی چه اذن ئی په خوشحالئ سره کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>