قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۸ النور

الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾

زناکار سړی نکاح نه کوی مگر دزناکاری یامشرکی زنانه سره اوزنا کاره زنانه نکاح نه کوی دهغی سره مگرزناکاریا مشرک سړی او حرام کړی شوی دی داکارپه مؤمنانوباندی ﴿۳﴾

[۳] په دی آیت کښی دوهم حکم دی دفحش کارئ دبندلو اومقصد ددی نفرت کول دمؤمنانو دزنا او د اهل زنا نه دی اودهغوی نه تعلق قطع کول لکه څنگه معامله چه دشرک والا سره کوی -
فائده: په دی آیت کښی اشکال د دوؤ وجو نه دی - اوله وجه داده چه د آیت ظاهر دادی چه زانی نکاح نه کوی مگرصرف د زانی او مشرکی سره یعنی دده ښځه به یا زانیه وی یا مشرکه وی او حال دادی چه داسی ډیرزناکار سړی دی چه ښځی ئی پاک دامنی وی اوډیرزناکاری ښځی وی چه خاوندان ئی پاک وی - دوهم اشکال دادی چه د (وَحُرِّمَ ذَلِكَ) ظاهری معنیٰ داده چه نکاح دزناکاروسره په مؤمنانوباندی حرام دی اوحال دادی چه مشهورقول د علماء‌ دین دادی چه نکاح دزناکاری دمؤمن سره جائزدی په دلیل د عام آیتونو دنکاح سره چه احل لکم ماوراء‌ ذالکم او وانکحوالایامی منکم - جواب دادی چه په دی آیت کښی دمفسرینو ډیر اقوال دی بعضو دا آیت خاص کړی دی په معیّن مؤمنانوپوری (اصحاب صفه) پوری او بعضو خاص کړی دی معیّن بدکارو ښځوپوری لیکن تخصیص د آیت کمزوری قول دی ځکه قوی دلیل ئی نیشته اود اکثرمفسرینو په نیز ایت عام دی لیکن دبعضو په نیز توجیه داده چه په دی آیت کښی نفی په معنیٰ د انکار ده او آیت منسوخ دی او دبعضو په نیز په آیت کښی عادت اکثریه دبد کارو ذکرکوی چه په قرینه د الخبیثات للخبیثین - اوپه د توجیه سره جائز ده که نکاح په معنیٰ دعقد سره اوکه په معنیٰ دجماع سره شی - او ذَلِكَ اشاره ده دی عادت نیولو ته اودا روستنئ توجیه غوره ده اوددی مقصد دادی چه زنا ډیرقبیح عمل دی اثرئی په دواړو طرفو باندی یوشان دی یعنی په دی عمل سره معلومیږی چه دابل جانب هم زناکار دی که دی عمل ته گناه وائی اوکوی ئی یا دابل جانب مشرک دی کله چه دا عمل جائزگنړی نو دلالت کوی په خباثت د دواړو طرفونو باندی ددی وجی نه زانی دخپلی ښځی په زنا نه خفه کیږی اوهغه ته دیوث وئیلی کیږی اوپه حدیث کښی په هغه باندی د جنت حرمت ذکردی - نو حاصل دادی چه د زناکارو به یو بل سره تعلق وی د نکاح اود غیرنکاح لیکن مؤمنانو لره دوی سره تعلق لرل حرام دی یعنی ددوی نه دی برائت اوکړی او ددوی سره دی دوستانه نه لری دپاره ددی چه دوی دا خباثت پریږدی یا دمعاشری دپاکانونه جدا شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>