قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۹ النور

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾

اوهغه کسان چه بدنامه لگوی (په زنا کارئ سره) په پاکدامنو نفسونو باندی بیا رانه وړی څلور گواهان نو اوهئ دوی لره اتیا دری او مه قبلوئ دوی لره گواهی هیڅ چیری او دغه کسان دوی نافرمان دی ﴿۴﴾
مگرهغه کسان چه توبه اوکړی روستو ددی کارنه او نیک کړی عملونه پس یقیناً اللّه تعالٰی بخنه کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۵﴾

[۴] په دی آیت کښی دریم حکم دی دپاره دبندلو د استعمال دلفظ د فحش کارئ روستو دبندلو د عمل دهغی نه اودی ته حد (سزا) قذف (کنځل دزنا) وئیلی کیږی اواصل سبب نزول ددی آیتونو تهمت لگول وؤ په عائشه رضی اللّه عنها باندی ځکه په آیت کښی ددزنانو صفات ئی ذکرکړی دی لیکن حکم نارینو ته هم شامل دی اوبعضو وئیلی دی چه مراد المحصنات ته النفوس المحصنات دی نوآیت عام دی نارینو او زنانو دواړو ته (بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ) په لفظ اربعة کښی ة دلالت کوی چه مراد شهداؤنه صرف نارینه دی (دزنانه شهادت په باب دزنا کښی صحیح نه دی) ځکه چه اسماء‌ دعدد کښی چه (ة) وی نو تمیزبه ئی مذکروی اوددوی ئی دری سزاگانی ذکرکړی دی یوایتا دوری وهل - دوهم شهادت دده نه قبلول، اشاره ده چه داسی انسان د ماشری نه ویستل غواړی ځکه دی فساد خوروی دریم حکم کول چه د فاسق دی او فاسق شرعی احکام په ده باندی مرتب کیږی او دا ځکه چه ده دروغ اوئیل بل داچه دمسلمان بی عزتی ئی کړی ده اودا دواړه گناهونه کبیره دی - په دی آیت کښی دلیل دی چه څوک بهتان په عائشه رضی اللّه عنها رشتیا گنړی اوحال دادی چه په هغی څلور گواهان نیشته نودغه مردود الشهادة دی لکه اکثرشیعه گان ددی وخت -
[۵] ددی استثناء اثرخو د فسق په لری کولو کښی اجماعی دی لکه چه په دی سره جلد بالاتفاق نه معاف کیږی لیکن قبولیت دشهادت سره ددی به تعلق کښی اختلاف دی بعضی اهل علم په نیز شهادت د دوی همیشه مردود دی اودبعضی اهل علمو په نیز روستو دتوبی نه ددوی شهادت قبلولی شی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>