قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۷ النور

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱﴾ الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾

دا سورت دی (لوئ شان والا) مونږ دا نازل کړی دی اوفرض کړی دی مونږ (عمل کول په دی باندی) او نازل کړی دي مونږ په دی حکمونه ښکاره ددی دپاره چه یاد کړئ حکمونه د اللّه تعالٰی ﴿۱﴾
زناکاره زنانه او زنا کار سړی پس اوهئ هریو ددی دواړنه سل سل دری اونه دی نیسی تاسولره په دی دواړو باندی ترس کول په جاری کولو ددین د اللّه تعالٰی کښی که چیری ئی تاسو چه ایمان لرئ په اللّه تعالٰی اوپه ورځ روستنی باندی او حاضردی شی عذاب ددی دواړوته یو ډله دمؤمنانو نه ﴿۲﴾

سورة النور

ربط: دمخکښی سورة سره دادی (۱) مخکښی سورة کښی منع کول دمؤمنانودی د اوصاف المشرکین نه نوپه دی سورة کښی دصفاتو دمنافقینونه منع کول کوی (۲) مخکښی سورة کښی مسئله دتوحید په دلائل نقلیو او عقلیو سره ثابت کړه نوپه دی سورة کښی منع کول کوی د اسبابو دطعن نه په مؤحد باندی چه دهغی وجی نه منافقان بدنامی لگوی په مؤمن باندی -
دعویٰ د سورة: دروازه د فحشاء او تهمتونو بندول په منع کولوسره دهغی داسبابونه اوپه ذکرد ادابوسره په وخت د تهمت لگیدلوکښی، اوپه ذکردزجرونو او تخویفاتو دپاره دتهمت لگوؤنکو اوپه ذکر دصفات دمؤمنانو او د منافقینو دپاره دتمیزاوفرق - اودعوت دی توحیدته په ذکرد مثالونوسره اوپه ذکرکولو دعقلی دلیلونو اوپه رد سره په اقسامو دشرک چه شرک فی العلم او شرک فی التصرف او فی العبادة دی - او پنځلس آسماء حسنیٰ د اللّه تعالٰی - تفسیر قرطبی کښی لیکلی دی مقصد ددی سورة احکام دستر اودپاکدامنئ دی او عمررضی اللّه عنه کوفی والاؤ ته لیکلی وؤ چه خپلو زنانو ته داسورة اوښائی -
خلاصه د سورة: دی تقسیم دی پنځه بابونوته - اول باب تر (۱۰) پوری دی په دی باب کښی اول ترغیب دی دراتلونکو حکمونو منلو ته اودا مأخذ دی ددعویٰ دسورة بیا څلوراحکام ئی ذکرکړی دی دپاره دبندلو دفحش کارئ اولسم آیت کښی ترغیب دی -

تفسیر

[۱] په دی اول آیت کښی ترغیب دی ددی سورة په عظمت شان ذکرکولو سره په یو څو وجوسره اول یعنی داد قرآن اوچت شان والا تکړه ده دوهم داچه نازل کړی شوی ده دریم داچه په دی باندی عمل کول اللّه تعالٰی فرض کړی دی څلورم داچه ددی حکمونه واضح او ښکاره دی - پنځم داچه په دی کښی د تذکراو نصیحت اخستلو فائده ده -
[۲] په دی کښی اول حکم دی دفحش بندلو په جاری کولو دحد دزنا په سل دورو وهلوسره او ظاهر دآیت نه داده چه هرزناکار سړی اوزنانه که نکاح او واده ئی کړی وی اوکه نه وی کړی په هغوی باندی سل دری وهل دی اوبیا دحدیث صحیح په وجه سره په واده شوؤ باندی ورسره رجم دی سره داختلاف داهل علم نه اوپه غیرواده والوباندی دیو کال دپاره بهردملک نه شړل دی سره داختلاف دعلماؤ نه - او زانی او زانیه هله ورته وئیلی کیدی شی چه زنائی ثابت شی په اقرار یا په شرعی شهادت سره او (الزَّانِيَةُ) ددی وجی نه ئی مخکښی ذکرکړی دی چه د زنا کولو سبب اکثر دزنانه دطرف نه وی اوبله وجه داچه زنا کول په زنانه کښی ډیرشرم او ډیرنقصان دی (فَاجْلِدُوا) کښی عام خطاب دی مسلمانانوته نودا دلیل دی چه اسلامی خلافت قائم کول په مسلمانانوباندی فرض دی (وَلَا تَأْخُذْكُمْ) ددی مراد داچه د اللّه تعالٰی په دی حکم نافذ کولوکښی درناکارو سره هیڅ نرمی او رعایت کول جائزنه دی یعنی دسلودرو نه کم وهل یاپه دمه وهل یا معاف کول نه دی پکار (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا) دا ددی دپاره چه عام خلق هم عبرت واخلی اوبل ددی دپاره چه دا مجرمان ښه اوشرمیږی - اوداحکم په ټولو حدودو او قصاص کښی دی چه دخلقو په وړاندی وی دپاره دعبرت اخستلو (طَائِفَةٌ) یو شخص ته هم وئیلی کیږی اودزیاتو حد نیشته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>