قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۶ المؤمنون

فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ ﴿۱۱۶﴾ وَمَنْ يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ ﴿۱۱۷﴾ وَقُلْ رَبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۱۸﴾

پس اوچت دی اللّه تعالٰی بادشاه دی حق دی نیشته حق دار دبندگی سیوا دهغه نه رب دی دعرش عزتمند ﴿۱۱۶﴾
اوچاچه رامدد شه اوئیل اللّه تعالٰی سره بل مددگارته (چه الٰه ئی گنړی) نیشته دلیل ده لره په هغی باندی پس یقیناً پوره حساب دده درب دده سره دی یقیناً نه شی بچ کیدلی کافران ﴿۱۱۷﴾
او اوایه ته ای ربه ځما بخښنه اوکړی اورحم اوکړی اوته غوره د رحم کؤونکونه ئی ﴿۱۱۸﴾

[۱۱۶] دا دلیل دی د مخکښی آیت یعنی اللّه تعالٰی عبث کارنه کوی هغه دعبث کارونو نه لوئ دی یاتفریع ده په ټول سورة باندی یعنی هرکله چه دسورة په ابتداکښی ذکرکړو (فَتَبَارَكَ اللَّهُ) اونورتصرفات او دلیلونه ئی د ربوبیت او الوهیت ذکرکړو اواثبات دبعث بعدالموت ئی ذکرکړو نودهغی نتیجه ئی ذکرکړه چه معلومه شوه چه اللّه تعالٰی لوی دی اوپاک دی دشریکانو اودعبث کارونونه او ورپسی څلورصفات د اللّه تعالٰی ذکرکړل دپاره د دلیل (الْكَرِيمِ) عرش د اللّه تعالٰی کریم دی ځکه چه ټول نعمتونه رحمتونه دهغی نه نازلیږی - اودارنگ کریم دی یعنی دهغی مقابله څوک نه شی کولی اوعزت ئی نه شی کمولی، اوکریم په معنیٰ دښائسته هم دی -
[۱۱۷] دا تفریع ده په مخکښی آیت باندی په رد دشرک فی الدعاء سره (لَا بُرْهَانَ) دا قید واقعی دی یعنی په شرک باندی هیڅ دلیل نیشته (فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِنْدَ رَبِّهِ) اشاره ده غټ والی دسزا دشرک ته اواشاره ده چه ده ته بخنه نه کیږی (إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ) دا اجمالی حساب ئی ذکرکړو اوپه دی کښی تصریح ده چه دعا د غیراللّه کفردی اوداجمله دسورة دابتداء‌ په مقابله کښی ده چه (قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ) یعنی فلاح په کفرسره نیشته بلکه فلاح خاص ده په ایمان پوری -
[۱۱۸] دا امردی نبی ﷺ ته په دعا سره دپاره دامتیانو چه دکفراودشرک نه ئی ځان بچ کړی دی اوهغه مؤمنان دی چه دهغوی صفتونه د سورة په اول کښی بیان شول نوپه آخرکښی دهغوی دپاره دعا دنبی ذکرشوه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>