قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۰ المؤمنون

ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ ﴿۱۶﴾ وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ ﴿۱۷﴾ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ ﴿۱۸﴾ فَأَنْشَأْنَا لَكُمْ بِهِ جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۱۹﴾ وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُورِ سَيْنَاءَ تَنْبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِلْآكِلِينَ ﴿۲۰﴾ وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ ﴿۲۱﴾

بیا یقیناً‌ تاسو په ورځ دقیامت به دوباره ژوندی کیږئ ﴿۱۶﴾
اویقیناً پیدا کړی دی مونو اوچتی ستاسونه اووه لاری اونه یو مونږد مخلوق نه ناخبره ﴿۱۷﴾
او را ورلی دی مونږ د طرف دآسمان نه اوبه په اندازه سره پس اوسولی دی مونږ هغه په ځمکه کښی اویقیناً مونږ په وچؤولو دهغی باندی خامخا قدرت لرونکی یو ﴿۱۸﴾
پس پیدا کړل مونږ تاسولره په دی اوبوسره باغونه د کجورو او د انگورو ستاسو دپاره په هغی کښی میوی ډیری دی اوبعضی دهغی نه تاسو خورئ ﴿۱۹﴾
(اوپیداکړی ده) اونه چه راوځی دغر ښائسته نه راټوکوی تیل او پخکړی دپاره دخوراک کؤونکو ﴿۲۰﴾
او یقیناً تاسو لره په څارؤو کښی خامخا عبرت دی څښکؤو په تاسوباندی دهغی نه چه په خیټو دهغی کښی دی اوتاسولره په هغی کښی فائدی ډیری دی او بعضی دهغی نه تاسو خورئ ﴿۲۱﴾

[۱۶] دا ذکر ددوهم ژوند دی اوهغه هم ژوند حقیقی دی په شان د ژوند د دنیا او دقبر ژوند هم شته د نورو دلیلونو په وجی سره لیکن هغه ژوند حقیقی نه دی ځکه ئی نه دی ذکر کړی -
[۱۷] دا دوهم دلیل عقلی افاقی علوی دی (طَرَائِقَ) نه مراد دادی چه دیوبل دپاسه دی یا مراد ددی نه داچه لاری دی د ملائکو دتلوراتلو دپاره (عَنِ الْخَلْقِ) دا مصدر په معنیٰ دمفعول دی یعنی ټول مخلوق اوپه دی کښی اشاره ده چه دآسمانونو حفاظت او امساک هم اللّه تعالٰی کوی -
[۱۸] دا دریم دلیل عقلی وسطی دی او (فَأَسْكَنَّاهُ) مطلب دادی چه دا اوبه دباران په ځمکه کښی په طریقه دکویانو او چینواو خوړونو سیندونو سره موجود دی (وَإِنَّا عَلَى ذَهَابٍ) کښی تخویف دی بندگانوته که اللّه تعالٰی دا اوبه اوچی کړی نو هیڅ څوک ئی نشی واپس کولی داسی په سورة ملک (۳۰) کښی هم دی -
[۱۹] دا څلورم دلیل سفلی دی (فَوَاكِهُ) نه مراد نوری میوی دی سیوا دکجورو او انگورونه یامراد دادی چه دا کجوری او انگور مختلف او ډیرقسمونه دی (وَمِنْهَا) کښی اشاره ده چه دخوراک علاوه نوری فائدی هم په دی کښی شته -
[۲۰] دا پنځم دلیل سفلی دی، ددی اونی نه مراد خونه ده چه دهغی تیل ددهن په ځای استعمالیږی (یعنی غوړول پری کیدلی شی) او دخوراک دپاره سالن (پخکړی) په ځای استعمالیږی اوطورسینا هرهغه غرته وئیلی کیږی چه په هغی کښی ډیراونی بوټی او میوی وی اوپه هغی شره ښائسته ښکاره کیږی -
[۲۱] دا شپږم دلیل دی (مَنَافِعُ) منافع دپیو ډیرزیات دی ددی وجی نه عرب دی ته (درّ) هم وائی شوملی، لسی، ماسته، کُچ، غوړی وغیره ددی نه جوړیږی اومنافعو دڅرمنو او ویختو اووړئ ته شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>