قَدْ أَفْلَحَ ۸۱۹ المؤمنون

وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ ﴿۸﴾ وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ ﴿۹﴾ أُولَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ ﴿۱۰﴾ الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۱۱﴾ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ ﴿۱۲﴾ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَكِينٍ ﴿۱۳﴾ ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنْشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ﴿۱۴﴾ ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ ﴿۱۵﴾

اوهغه کسان چه دوی دامانتونو خپلو او لوظونو خپلو لحاظ کؤونکی دی ﴿۸﴾
اوهغه کسان چه دوی په مونځونو خپلوباندی ساتنه کوی ﴿۹﴾
دغه کسان دوی حق داران دی ﴿۱۰﴾
هغه کسان چه حق دار به شی دجنت فردوس دوی به په هغی کښی همیشه وی ﴿۱۱﴾
او یقیناً پیدا کړی دی مونږ انسان د چانړ کړی شوی خټی نه ﴿۱۲﴾
بیا جوړه کړه مونږه هغه نطفه په ځای دقراری مضبوط کښی ﴿۱۳﴾
بیا شکل هم ورکړو نطفی لره د ټکړی دوینی بیا شکل هم ورکړو ټکړی دوینی لره پوټی دغوښی پس اوگرځؤو مونږ پوټی هډوکی والا بیا واغوستوله مونږ هډوکوته غوښه بیا پیدا کړو مونږ هغه په پیدائش بل سره پس برکات ورکؤونکی دی اللّه تعالٰی چه ښائسته د شکل جوړؤونکونه دی ﴿۱۴﴾
بیا یقیناً روستو ددی نه خامخا به مړه کیږئ ﴿۱۵﴾

[۸] دا شپږم صفت دی او امانات ټول دینی او دنیوی ذمه وارو ته شامل دی اوعهد نه مراد هغه اموردی چه انسان ئی په ځان باندی لازم اوگرځوی -
[۹] د اووم صفت دی اومراد د محافظت د صلوٰة نه پوره شرطونه او ارکان دی او همیشه کول دمونځ اوپه سنت طریقی سره کول او مفسداتو اومکروهاتونه بچ ساتل دی، خشوع صفت قلبی او باطنی وؤ - او محافظت صفت ظاهری دی -
[۱۱،۱۰] دابیان دفلاح دی چه په اول آیت کښی ذکرشوی ده اومراد وراثت نه استحقاق دی لکه وارث چه حق دار دمیراث دی نودارنگ دوی حق دار دجنت دی -
[۱۲] دا اول دلیل عقلی انفسی دی مراد د انسان نه آدم علیه السلام دی او (سُلَالَةٍ مِنْ طِينٍ) نه مراد دادی چه نرمه خټه په موټی کښی اونیولی شی او زورورکړی شی اوپه گورتونو کښی خټه رااووځی نوهغی ته سلالة وائی -
[۱۴،۱۳] (جَعَلْنَاهُ) ضمیرنه مراد اولاد د آدم علیه السلام دی په قرینه دسورة سجده (۸) اود عام انسانانو د پیدائش شپږ حالات ئی ذکرکړی دی - او دارنگ سورة حج کښی تیرشوی دی اومراد دخلق آخرنه دروح اچولونه روستو ترمرگه پوری ټول حالت مراد دی (فَتَبَارَكَ اللَّهُ) دعویٰ د سورة ده او معنیٰ ددی په سورة اعراف کښی تیره شوی ده او احسن په معنیٰ دمضبوط او کلک دی یاخلق په معنیٰ دشکل جوړولو دی او احسن په معنیٰ دښائسته دی -
[۱۵] دا حکم عام دی، انبیاؤ او اولیاؤ ته هم شامل دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>