قَدْ أَفْلَحَ ۸۱۸ المؤمنون

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۱﴾ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴿۲﴾ وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ ﴿۳﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ ﴿۴﴾ وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ ﴿۵﴾ إِلَّا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ ﴿۶﴾ فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ﴿۷﴾

یقیناً کامیاب دی مؤمنان ﴿۱﴾
هغه کسان چه دوی په خپلو مونځونو کښی عاجزی کؤونکی دی ﴿۲﴾
اوهغه کسان چه دوی دبی فائدی څیزونو نه مخ گرځوی ﴿۳﴾
اوهغه کسان چه دوی زکوٰة لره ورکؤونکی دی ﴿۴﴾
اوهغه کسان چه دوی دخپلو عورتونو ساتنه کوی ﴿۵﴾
مگرپه خپلو بیبیانو باندی یا هغه وینځی چه مالکان دی خی لاسونه ددوی پس یقیناً دوی نه دی ملامته کړی شوی ﴿۶﴾
پس چاچه اولټؤو سیوا ددی نه نودغه کسان دوی دحدنه تیروتونکی دی ﴿۷﴾

سورة المؤمنون

ربط: ددی سورة دسورة حج سره دادی (۱) دسورة حج په آخرکښی مؤمنانوته اوامرذکر شول دپاره د دنیوی کامیابئ نوددی سورة په اول کښی ذکرکوی صفات دمؤمنانو دپاره دفلاح اخروی (۲) په هغه سورة کښی رد دی په شرک د تحریم او تحلیل نوپه دی سورة کښی تردید دی په شرک فی البرکات باندی چه هغه مبدء‌ دشرک فعلی ده -
دعویٰ ددی سورة: رد دی په شرک فی البرکات باندی په شپږو طریقوسره اول دولس عقلی دلیلونه، شپږ دسورة په اول کښی اوشپږ په آخرکښی - دوهم شپږ نقلی دلیلونه - دریم مقابله په مینخ دصفاتو دمؤمنانو او دمشرکانو کښی اوهریو دهغی نه څوارلس څوارلس دی - څلورم ویره ورکول مشرکانوته په ذکر داووه اسبابو دعذاب او اووه حالتونه دعذاب - پنځم تردید په شپږ قسمونو دشرک، شپږم ذکر د یؤولس اسماء‌ حسنیٰ د اللّه تعالٰی دمعرف دپاره -
خلاصه د سورة: داسورة تقسیم دی څلوروبابونو ته اول باب تر(۲۳) پوری دی په دی کښی بشارت دی مؤمنانوته په اوؤ صفاتوسره اوبیا شپږ عقلی دلیلونه دی اودعویٰ دسورة ده -

تفسیر

[۱] په دی آیت کښی مرکزی صفت ذکرکړی دی چه ایمان دی اما ترمذی حدیث ذکرکړی دی د هغی مضمون دادی چه دا ایاتونه چه نازل شول نو نبی ﷺ قبلی ته مخ کړلو اولاس ئی پورته کړل دعائی اوغوښتله اللهم زدنا ولاتنقصنا (ترآخره پوری) بیائی اوفرمایل چه ما باندی لس آیاتونه نازل کړی شوی دی چاچه په دی باندی عمل اوکړلو نوجنت ته به داخلیږی اشاره شوه چه مراد دفلاح نه جنت ته داخلیدل دی اوداورنه بچ کیدل دی -
[۲] خشوع صفت دزړه دی چه اثار دهغی په اندامونوباندی ښکاره کیږی یعنی په مانځه کښی دبدن او جاموسره لوبی نه کوی اوپه زړه کښی سِویٰ دمانځه نه نورفکرونه نه راولی اوپه قیام رکوع سجده کښی صرف دسجدی ځای ته گوری اودخپلی مخی نه کانړی وغیره (بی ضرورته) نه لری کوی - اودقرآن په معنیٰ باندی فکرساتی اودحکم دخشوع په باره کښی د اهل علم اختلاف دی صحیح داده چه خشوع فرض ده اگرچه په ټول مونځ کښی به لږساعت وی -
[۳] دا دریم صفت دی او دلغو نه مراد ټول گناهونه او عبث کارونه دی کفراوشرک بدعات اورسمونه رواجونه دروغ عیبت وغیره هم په کښی داخل دی -
[۴] دا څلورم صفت دی او د زکوٰة نه مراد د نفس دپاک ساتلو عملونه دی (تزکیه دنفس) اوپاک والی دمال په صدقاتو او زکوٰة ورکولو سره هم په دی کښی داخل دی - اوابن کثیروئیلی دی چه اصل زکوٰة دمال فرض شوی دی په مکه کښی او نصاب او مقدارونه ئی مقرر شوی دی په مدینه کښی -
[۵] دا پنځم صفت دی د عفت او دپاکدامنئ او حفاظت دفرجونو دوه قسمه دی (۱) دښکاره کولو نه بچ ساتل او (۲) دزنا بدکارئ نه هم پاک ساتل دی -
[۶] دا آیت دلیل دی چه وینزه دسړی دغه مولٰی لره بغیردنکاح نه جائزده ځکه چه د أَزْوَاجِهِمْ نه ئی جدا ذکرکړی ده -
[۷] دا آیت دلیل دی چه زنا او اغلام بازی او متعه ټول حرام دی ځکه چه دا ټول په (وَرَاءَ ذَلِكَ) کښی داخل دی اودارنگ په سورة معارج (۳۱) کښی ذکردی، اوامام شافعی رحمة اللّٰه علیه ددی آیت نه دلیل نیولی چه استمنا په لاس سره حرام ده اودا صحیح دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>