قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۱ المؤمنون

وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ ﴿۲۲﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۲۳﴾ فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُرِيدُ أَنْ يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَنْزَلَ مَلَائِكَةً مَا سَمِعْنَا بِهَذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ ﴿۲۴﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّى حِينٍ ﴿۲۵﴾ قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ ﴿۲۶﴾

اوپه دغه څارؤو باندی او اوپه کشتوباندی سوره ولی شئ تاسو ﴿۲۲﴾
اویقیناً‌ لیږلی مونږ نوح علیه السلام قوم دهغه ته پس هغه اوئیل ای قومه ځما بندگی کوئ‌ د اللّه تعالٰی خاص نیشته تاسولره حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه آیا پس ولی نه ویریږئ تاسو ﴿۲۳﴾
پس اوئیل غټانو هغه چه کفرکړی ؤودقوم دهغه نه چه نه دی مگربنده دی ستاسو په شان غواړی چه غوره والی حاصل کړی په تاسوباندی اوکه غوښتلی اللّه تعالٰی خامخا نازل کړی به ئی وی ملائکولره نه دی اوریدلی مونږ دا خبری په مشرانو مخکښنوکښی ﴿۲۴﴾
نه دی دا مگر سړی دی په ده باندی لیونتوب دی نو انتظار کوئ په باره دده کښی تریو وخت پوری ﴿۲۵﴾
اوئیل ده ای ربه ځما امداد اوکړی ځما په دی سبب چه دوی ماته دروغژن وائی ﴿۲۶﴾

[۲۲] دا اووم دلیل عقلی دی او دسورلئ دپاره د انعام نه اوښان مراد دی ځکه چه په غویانوباندی سورلی مناسب نه ده په حدیث شریف کښی دهغی منعی ته اشاره ده - اوآیت کښی اشاره ده سورلی دوچی او دریاب ته -
[۲۳] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۵۱) پوری په دی کښی شپږ نقلی دلیلونه دی د انبیاء علیهم السلام نه په رد دشرک فی البرکات باندی یعنی دغه انبیاء علیهم السلام او دهغوی ملگروته نجات او مخالفینوته عذاب د اللّه تعالٰی دطرف نه وؤ اودیته برکات وئیلی شی - اوددی آیت نه اول دلیل نقلی دی - هرکله چه رسولان رالیږل نعمت دی د اللّه تعالٰی دطرف نه نوددی وجی نه دائی عطف کړو په مخکښی انعاماتوباندی -
[۲۴] په دی آیت کښی د مخالفینودطرف نه څلوراعتراضونه ذکرشوی دی په نوح علیه السلام باندی (يُرِيدُ أَنْ يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ) دا عادت دی دنیا پرستو چه هغوی حق پرست په ځان باندی قیاس کوی اووائی چه دی اقتدار او مشری غواړی -
[۲۵] دا پنځم اعتراض دی اوپه دی کښی دهغه ډیره بی عزتی ئی کړی ده (حَتَّى حِينٍ) مراد دادی چه څه وخت پس به دده لیونتوب ښکاره شی یاداچه دی به مړشی نومونږ به ترینه خلاص شو -
[۲۶] نصرت د اللّه تعالٰی دطرف نه برکت دی اوانبیاء هم په برکاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>