اقْتَرَبَ ۸۱۷ الحج

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ۩ ﴿۷۷﴾ ࣛ وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِنْ قَبْلُ وَفِي هَذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ فَنِعْمَ الْمَوْلَى وَنِعْمَ النَّصِيرُ ﴿۷۸﴾

ای ایمان والو رکوع کوئ‌ او سجده کوئ خاص درب خپل او کوئ‌ دخیرکارونه ددی دپاره چه کامیاب شئ ﴿۷۷﴾
اوجهاد کوئ په لار د اللّه تعالٰی کښی پوره جهاد دهغه غوره کړی ئی تاسو (دپاره دجهاد) اونه ده گرځولی اللّه تعالٰی په تاسوباندی په دین کښی هیڅ تنگسیا (تابع شئ) د دین دپلار ستاسو چه ابراهیم علیه السلام دی هغه تاسو له نوم کیخودلی دی مسلمان مخکښی ددی قرآن نه (په نورو کتابونوکښی) اوپه دی قرآن کښی ددی دپاره چه شی رسول رسؤونکی (ددین) تاسوته اوتاسوشئ رسؤونکی (ددین) نورو خلقوته پس پابندی کوئ‌ دمونځ اوورکوئ‌ زکوٰة او کلک شئ په دین د اللّه تعالٰی پوری هغه ستاسو مولادی پس ښه مولادی اوښه مددگار دی ﴿۷۸﴾

[۷۷] هرکله چه بیان شول احوال دمشرکانو اوس خطاب کوی مؤمنانوته په هغه امورو سره چه په هغی سره فلاح او نصرت حاصلیږی او هغه څلور اوامر دی په دی آیت کښی او څلور دی په روستو آیت کښی، رکوع او سجده ئی خاص ذکرکړه چه د نورو سرکشانو نه فرق په دی سره راځی په قیام سره نه راځی (وَاعْبُدُوا) عام دی رکوع او سجدی نه ټولو عبادات بدنیه او مالیه ته شامل دی (وَافْعَلُوا الْخَيْرَ) دا دعبادت نه هم عام دی ښه اخلاق او دمخلوق سره احسان کول اونفلی کارونه په کښی داخل دی - ابن کثیر په تفسیر دآیت (۱۸) ددی سورة کښی روایات داحمد او ترمذی او ابوداؤد په اثبات ددی سجده کښی ذکرکړی دی اوهریو باندی کلام نقل کړی دی، بیائی وئیلی دی چه دا روایات بعضی دبعضو تائید کوی -
[۷۸] مراد جهاد نه عام دی مجاهده دنفس سره اوشیطان سره اودظالمانوسره او دعوت او تبلیغ د حق ټولو ته شامل دی (حَقَّ جِهَادِهِ) مراد دادی هریو فرد له جهاد په شرعی طریقی سره ضروری دی یا مراد داچه نفس او مال او جان ټول په جهاد کښی صرف کړئ‌ (هُوَ اجْتَبَاكُمْ) ددی نه شپږ علتونه د جهاد دپاره ذکرکوی اول داچه اللّه تعالٰی تاسو غوره کړئ (منتخب کړئ) دجهاد او دعوت دپاره لکه چه سورة العمران (۱۱) کنتم خیرامةٍ الایة دی، دوهم دا چه په تاسوباندی ددین په اعمالو اوددین په دعوت کښی حرج نه دی کیخودلی بلکه ستاسو دوس او طاقت مناسب دی اوپه دی کښی اشاره ده نصرت د اللّه تعالٰی ته - دریم داچه جهاد دملت ابراهیمیه نښه ده، څلورم داچه ابراهیم علیه السلام ستاسو نوم په مخکنو کتابونو او په دی قرآن کښی مسلمین کیخودلی دی او دمسلمان کارجها دی - ضمیر د (سَمَّاكُمُ) ابراهیم علیه السلام ته راجع دی، (مِنْ قَبْلُ) نه مراد مخکنی کتابونه دی وفی هذا نه مراد قرآن کښی هغه آیاتونه دی چه په هغی کښی دی امت ته د اسلام نسبت کړی شوی دی برابره خبره ده که دانسبت په طریقه داسم فاعل سره وی اوکه دفعل سره وی اوپه حدیث د نسائی کښی المسملین المؤمنین عباداللّه ذکردی نومعلومه شوه چه مراد په دی کښی تسمیه صفتی ده داعلم نه دی - پنځم داچه رسول به په تاسوباندی شهادت کوی د تبلیغ ددین تاسوته، شپږم داچه تاسوبه هم شهادت ورکوئ په نورو خلقو باندی اودامرتبه ستاسو د وجی د جهاد کولونه ده اوددی شهادت تفسیر په سورة بقره (۱۴۳) کښی تیرشوی دی اوبیا دری امورئی نورذکرکړل چه په هغی سره ددعوت او دجهاد دپاره تثبت حاصلیږی اواختتام ئي په بشارت سره اوکړو چه په دی طریقه باندی عمل کولوسره د اللّه تعالٰی ولایت (دوستانه) او نصرت حاصلیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>