اقْتَرَبَ ۸۱۶ الحج

مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۷۴﴾ اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۷۵﴾ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ ﴿۷۶﴾

عزت نه دی کړی دوی د اللّه تعالٰی لائق عزت دهغه، یقیناً‌ اللّه تعالٰی قوت والا دی زورآور دی ﴿۷۴﴾
اللّه تعالٰی غوره کوی دملائکو نه پیغام رسوؤنکی او دانسانانونه یقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری هرڅه وینی ﴿۷۵﴾
عالم دی اللّه تعالٰی په هغه حال چه وړاندی ددوی دی اوهغه چه روستو ددوی دی او خاص اللّه تعالٰی ته ورگرځولی شی ټول کارونه ﴿۷۶﴾

[۷۴] دا زجردی دغه مشرکانو ته چه د کمزوری مخلوق نه حاجات غواړی اللّه تعالٰی ئی هیرکړی دی نودوی د اللّه تعالٰی قدر نه کوی او دهغه صفتونه نه پیژنی، اودارنگ رد دمشرکانو دی چه هغوی په مؤحد باندی طعن کوی چه تا داولیاؤ او بزرگانو قدر نه دی کړی نوجواب اوشو چه تاسو د اللّه تعالٰی قدر نه کوئ -
[۷۵] دا جواب د قول دمشرکانو دی هغوی وائی چه مونږ ددی اولیاؤ بزرگانو نه حاجات ځکه غواړو چه اللّه تعالٰی دوی ته دا اختیارات ورکړی دی حاصل دجواب دادی چه اللّه تعالٰی مخلوق خپل له چه لویه مرتبه ورکوی نوهغه رسالت دی درسالت نه بره مرتبه دخدائیتوب ده هغه هیڅ چالره نه ورکوی -
[۷۶] دا دمخکښی دپاره دلیل دی چه چاله رسالت ورکوی نودهغوی په حال باندی ښه عالم دی اودارنگ دهغوی په عبدیت او عجزباندی هم عالم دی ځکه ئی دځان سره نه شریکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>