اقْتَرَبَ ۸۱۵ الحج

وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَا لَيْسَ لَهُمْ بِهِ عِلْمٌ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ نَصِيرٍ ﴿۷۱﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِنْ ذَلِكُمُ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَبِئْسَ الْمَصِيرُ ﴿۷۲﴾ يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ لَنْ يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ وَإِنْ يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَا يَسْتَنْقِذُوهُ مِنْهُ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ ﴿۷۳﴾

او بندگی کوئ دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نه دی نازل کړی په هغی باندی هیڅ دلیل اودهغه چاچه نیشته دوی لره په هغی باندی عمل اونیشته ظالمانولره هیڅ مددگار ﴿۷۱﴾
اوکوم وخت چه اولوستلی شی په دوی باندی آیاتونه زمونږ ښکاره پیژنی ته په مخونو د هغه کسانو کښی چه کفرئی کړی دی خفگان نزدی دی چه حمله اوکړی په هغه کسانو باندی چه بیانوی په دوی باندی آیاتونه زمونږ ته اوایه آیا پس خبردرکړم په ډیر ناکاره سره ددی نه چه اور دی وعده کړی ده دهغی اللّه تعالٰی دهغه کسانوسره چه کفرئی کړی دی اوبد دی ځای دورگرځیدلو ﴿۷۲﴾
ای خلقو بیانیږی یومثال نو غوږ کیدئ هغی ته یقیناً‌ هغه کسان چه تاسو ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ چیری نه شی پیداکولی یو مچ لره اگرکه ټول را غونډ شی هغی ته او که چیری اوتختوی ددوی نه مچ څه څیز نه شی خلاصولی هغی لره دهغه نه کمزوری دی غوختونکی او دچانه چه غوښته کیدی شی ﴿۷۳﴾

[۷۱] په دی آیت کښی زجردی په شرک فی العبادة باندی یعنی دمشرکانوسره منزل دلیل نیشته او دلیل عقلی هم نیشته او دیته ئی ظلم وئیلی دی -
[۷۲] په دی کښی زجردی په انکار دقرآن سره یعنی ددوی سره خودلیل نیشته اوهرکله چه دوی ته په دلیل دتوحید کښی قرآن لوستلی کیږی نوپه هغی باندی خفه کیږی اود قرآن په واضح اوریدلو سره غصه کیږی اونزدی وی چه په قرآن بیان کوونکی باندی حمله اوکړی دپاره دمنع کولو د هغه (بِشَرٍّ) یعنی ورته اوایه چه ستاسو په نیز دقرآن بیان کول شردی لیکن ددی نه زیات شراور دجهنم دی چه دقرآن نه منع کوونکو دپاره تیاردی -
[۷۳] یعنی هرکله چه دوی دقرآن دبیان په وخت کښی شور او جگړه کوی او غوږ ورته نه نیسی نودغه وخت دوی ته اووایه چه شور مه کوئ غوږ کیدی یو عجیبه مثال پیش کیدلی شی (مَثَلٌ) ذکر د ذُبَابًا د ټول مخلوق نه په طریقه دمثال سره دی یا مراد دمثل نه عجیبه بیان دی حاصل دادی چه معبودان ماسوی اللّه (که اولیاء وی که بتان وی) ټول کمزوری دی ځکه چه مچ په خلقو کښی ناقص الخلقت دی لیکن دوی ټول یو مچ هم نه شی جوړولی بلکه مچ چه په خپلو پنجو او خوله کښی ددوی خوراکونو وغیرونه څه څیز اوتختوی نوددوی معبودانو وس نیشته چه هغه ترینه خلاص کړی یعنی دوی نه اختیار دایجاد لری او نه دځان نه ضرر دفع کولی شی - نوداسی کمزوری مخلوق به څنگه حاجتونه پوره کړی شی -
فائده: ذُبَاب ئی دڅو وجونه خاص کړو، اول داچه دمعبودانو ماسوی اللّه په دربارونوکښی خوراک څکاک او خواږه په طور دنذر غیراللّه سره ډیروی اوهغی له مچان ډیرراځی، دوهم داچه دمچ په بدن کښی اندامونه دماشی نه هم کم دی نوچه لږو اندامونو والا نه شی پیداکولی نو ډیرو اندامونو والا به څرنگه پیدا کړی شی اوپه دی وجه اکثرپه دربارونو دغیراللّه کښی بیماراوړانده، گوډ، شل خلق پراته وی لیکن دغه قبرونووالا هغوی نه شی جوړولی نونورخلقو له به څه حاجتونه پوره کړی، دریم داچه مچ د اللّه تعالٰی په مخلوق کښی ډیر اجهل دی (حیٰوة الحیوان داسی ذکرکړی دی) اوددی وجی نه دقبر دمنجور مثال د بی حیا مچ سره ورکړی شوی دی نودا معبودان من دون اللّه ددغه بی حیا هم مقابله نه شی کولی اودهغوی نه څه څیزنه شی راخلاصولی (الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ) ابن جریر وئیلی دی چه طالب دغه معبود (صنم) دی او مطلوب ذباب دی اودوهم قول دادی چه طالب عابد دی اومطلوب معبود من دون اللّه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>