اقْتَرَبَ ۷۹۲ الحج

يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِنْ مُضْغَةٍ مُخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنْكُمْ مَنْ يُتَوَفَّى وَمِنْكُمْ مَنْ يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنْزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنْبَتَتْ مِنْ كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ ﴿۵﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۶﴾

ای خلقو که تاسوئی په شک کښی د دوباره ژوند نه (نوواورئ دلیل) چه یقیناً پیدایش شروع کړی دی مونږ ستاسو د خاورونه بیا دنطفی نه بیا دټکړی دوینی نه بیا ټکړی دغوښی نه چه پوره اندامونووالا وی (اوبعضی) کمو اندامونو والا وی دی دپاره چه وضاحت اوکړو مونږ تاسوته اوساتوئی په رحمونوکښی څومره وخت چه مونږغواړو ترنیټی مقرری پوری بیاراباسو تاسولره واړه (بیا پالنه کؤوستاسو) دپاره ددی چه اورسیږئ ځوانئ خپلی ته اوبعضی ستاسونه هغه دی چه مړکړی شی اوبعضی ستاسو نه هغه دی چه اوگرځولی شی سپک عمرته عاقبت داشی چه نه پوهیږی روستو دپوهی نه په هیڅ څیزباندی اووینی ته ځمکی لره اوچه پرته پس کله چه راورو مونږ په هغی باندی اوبه تیاره شی دپاره دزرغونئ اوبوگه شی او راټوکوی دهرقسم تازه نه ﴿۵﴾
دا دلیل دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی حق دی اویقیناً‌ هغه به ژوندی کوی مړو لره اویقیناً هغه په هرڅیزباندی قدرت لری ﴿۶﴾

[۵] په دی آیت کښی اثبات دبعث بعدالموت او اثبات دتوحید دی په دوه دلیلونو عقلیوسره اول دلیل پیدائش دانسان په مختلفو اطوارو اوانقلاباتوسره چه هغه شپږ دی تووخت دپیدایش پوری بیا دوه حالتونه دی حال دځوانئ او حال دډیربوډاوالی (چه هغی ته هرم وائی) اوورسره ذکر دمرگ دی (مِنْ تُرَابٍ) ددی نه مراد پیدائش د آدم علیه السلام دی او (ثُمَّ مِنْ نُطْفَةٍ) نه مراد پیدائش د اولاد دی یاداچه ټول انسانان دخاورو نه پیدا شوی دی ځکه خوراکونه ټول دخارونه پیداکیږی اود خوراکونونه بدن او وینه جوړیږی اوبیا دهغی نه نطفه جوړیږی (طِفْلًا) په دی کښی معنیٰ دتابعدارئ‌ ده نوچه څومره پوری د مورتابع وی هغی ته خوراک څښکاک کښی محتاج وی نوورته طفل وئیلی کیږی (مِنْ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا) دا رنگ سورة نحل (۷۰) کښی تیرشوی دی (فرق) دادی چه سورة نحل کښی بعد علم دی اودی آیت کښی (من بعد علم) دی یعنی که لږ علم وی هغه به هم زائل شی اوکه ډیرعلم وی هغه به هم زائل شی کله چه سورة نحل کښی په دغه آیت کښی دوه حالتونه ذکرکړی دی نودا لږعلم دی اوپه دی آیت کښی ډیرحالتونه ئی ذکرکړونودا ډیرعلم دی - واللّه اعلم بالصواب (وَتَرَى الْأَرْضَ) ددی ځای نه دوهم دلیل دی پیدائش دبوټود ځمکی نه اودهغی څلورحالتونه ئی ذکرکړی دی اودلته خطاب ئی مفرد ذکرکړی دی اوتیرشوی دلیل کښی خطاب ئی جمع ذکرکړی دی وجه دا چه دخپل پیدائش په حالتونوباندی هرڅوک خبریدلی شی اودځمکی نه دبوټو زرغونیدلو په حال هرڅوک نه شی خبرکیدلی (اهْتَزَّتْ) اهتزاز حرکت کولوته وائی یعنی تخم چه په ځمکه کښی دننه پړسیږی نو ځمکه ورسره خوزیږی یا مراد داهتزاز نه قابل کیدل دځمکی دی دپاره دبوټو راویستلوداهم حرکت حکمیه دی -
[۷،۶] په دی دواړو آیتونوکښی نتیجه د دلیلونو مخکنوذکرکوی په پنځوطریقو سره اوله نتیجه دتوحید دی په دی جمله کښی (بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ) دحق یو معنیٰ داده چه دهغه وجود یقینی دی تغییر، تبدیل په هغه باندی نه راځی - دوهمه معنیٰ داده چه دهغه بندگی کول اوالوهیت حق دی - دوهمه نتجه (وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَى) یعنی دخاورونه انسانان پیدا کولی شی اود ځمکی نه تازه بوټی را ویستی شی نو مړی هم دوباره ژوندی کولی شی دریمه نتیجه (وَأَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) یعنی قدرت د اللّه تعالٰی په پیدا کولو دانسان اودبوټو مستلزم دی قدرت لره په هرڅیزباندی - څلورمه نتیجه (وَأَنَّ السَّاعَةَ) مراد ددی نه یا ساعت دفنا دټول عالم دی یعنی لکه چه هرانسان باندی فناراځی اوهربوټی اوچیږی نودا دلیل دی چه ټول عالم به فناشی یا مراد دساعت نه قیام دورځ دحساب دی یعنی په انسانانوباندی ددی نعمتونو ذکرکړی شوؤ دپاره ورځ دحساب به قائم شی چه په هغی کښی به د شکر دنعمتونو تپوس کیږی - پنځمه نتیجه (وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ) چه دخاؤرو نه ئی انسان پیدا کړو اودوچی ځمکی نه شنه بوټی پيداکړه نودارنگ دخاورو دقبرونونه بیاهم انسان پیدا کولی شی - د (بعث) معنیٰ روح په بدن کښی اچول دی د راوتلونه اومن فی القبورنه بدن مراد دی یعنی بدنونو کښی بیا روح اچوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>