اقْتَرَبَ ۷۹۱ الحج

وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَرِيدٍ ﴿۳﴾ كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَنْ تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَى عَذَابِ السَّعِيرِ ﴿۴﴾

اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه جگړه کوی په باره دتوحید د اللّه تعالٰی کښی بغیردپوهی نه اوروان وی په هرشیطان سرکش پسی ﴿۳﴾
مقرر شوی ده په باره د هغه چاکښی چه چا دهغه تابعداری اوکړه نویقیناً هغه به گمراه کوی ده لره اوبلنه کوی دده عذاب دگرم اورته ﴿۴﴾

[۳] دازجر دی منکرین دتوحید او قیامت ته چه جدا کوی په سبب د ړوند تقلید کولوسره ځکه چه فرمائیلی دی (وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَرِيدٍ) مراد دشیطان نه انسی او جنی دواړه دی اومفسرابن کثیروئیلی دی دا حال دبدعتیانو گمراهانودی چه دښکاره حق نه مخ گرځوی اود باطل تابعداری کوی پریږدی هغه چه اللّه تعالٰی نازل کړی دی په رسول اللّٰه ﷺ باندی اوتابعداری کوی دمشرانو دگمراهئ چه بلنه ورکوی بدعاتوته په خپلو خواهشاتو او آراؤ سره -
[۴] نسبت دگمراه کولوشیطانه ته په سبب دوسوسو دهغه سره دی (كُتِبَ) دا کتابت تقدیری مراد دی یاپه معنیٰ دلزوم دی یعنی دده تابعداری کول مستلزم دی گمراهئ لره (تَوَلَّاهُ) تابعداری او تقلید دهغه کوی (ابن کثیر) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>