اقْتَرَبَ ۷۹۰ الحج

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ ﴿۱﴾ يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُمْ بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ ﴿۲﴾

ای خلقو ویره کوئ درب خپل نه یقیناً زلزله دقیامت یوڅیز هیبتناک دی ﴿۱﴾
په هغه ورځ چه اوبه وینئ تاسوهغی لره چه غافله به شی هره پئ‌ ورکؤونکی دهغه بچی نه چه پئ‌ ورکوی هغه لره او اوبه غورځوی هرحمل والا حمل خپل اووینی به ته خلقولره نشه او حال داچه دوی نه دی نشه (په څکلودنشه آورڅیز سره) اولیکن عذاب د اللّه تعالٰی سخت دی ﴿۲﴾

سورة الحج

ددی سورة بعضی آیاتونه مکیه دی اوبعضی آیانونه مدنیه دی - مفسر قرطبی د غزنوی نه نقل کړی دی چه دا سورة دعجیبه سورتونو نه دی ځکه چه په دی کښی بعضی آیاتونه دشپی نازل شوی دی اوبعضی دورځی اوبعضی په سفرکښی نازل شوی دی اوبعضی په خضرکښی اوبعضی ناسخ دی او بعضی منسوخ او بعضی دصلح دی او بعضی دجنگ اوبعضی محکم دی اوبعضی متشابه دی -
ربط: ددی سورة دسورة انبیاء‌ سره یودادی چه تیرشوی آیت کښی عجزاو احتیاج دانبیاء علیهم السلام اللّه تعالٰی ته ذکرکړو نوپه دی سورة کښی رد دی په هغه باندی چه احتیاج اوعجزغیراللّه ته پیش کوی - دوهم داچه دهغه سورة په اول کښی دقیامت نزدیکت ئی ذکرکړو نوددی سورة په اول کښی د زلزلة الساعة ذکرکوی - دریم داچه هغه سورة کښی ددین یووالی ذکرکړو چه اِن هٰذه امتکم امة وَاحِدة الایة نوپه دی سورة کښی تفرق او ډلی دخلقو ذکرکوی کړی دی -
دعویٰ ددی سورة: اثبات دتوحید په لس دلیلونوسره اوپه رد دټولو اقسامو دشرک سره دی اواثبات دبعث دی په عقلی دلیلونواو تخویف اوبشارت سره -
خلاصه ددی سورة: داسورة تقسیم دی څلورو بابونوته اول باب تر (۲۵) پوری دی په دی کښی دواړه دعویٰ اوتخویف اخروی ذکردی په (۱،۲) کښی بیا اوه زجرونه اودری عقلی دلیلونه دی اوتخویف اخروی تفصیلاً اوبشارت اخرویه تفصیلا دی -

تفسیر

[۱] په دی کښی دعویٰ دتوحید اودعویٰ داثبات دقیامت ده په ذکردلوی نمونی دقیامت سره -
فائده: دقرآن دترتیب دابتداء‌ نه څلورم سورة (سورة النساء) شروع دی په يَا أَيُّهَا النَّاسُ سره اودقرآن دنصف نه هم څلورم سورة شروع دی په يَا أَيُّهَا النَّاسُ، سره په هغه سورة (النسآء) کښی مبدء دخلق ذکرکړی ده اوپه دی سورة کښی منتهٰی (قیامت) ذکرکړی ده (زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ) کښی یوتفسیردادی چه د قیامت دقائم کیدلونه وړاندی دمخلوق په فناسره به دا زلزله په ټوله ځمکه باندی راځی لکه چه سورة زلزال کښی هم دا مراد دی - دوهم تفسیردادی چه مراد ددی نه لوی هیبت دی میدان حشرکښی لکه چه حدیث صحیح کښی راغلی دی چه اللّه تعالٰی به حکم اوکړی آدم علیه السلام ته (اوبل روایت کښی چه حکم به اوکړی ملائکوته اودواړه جمع کیدی شی) چه دخپل اولاد نه ډله دجهنم را جدا کړه نوهغه به تپوس اوکړی د څومره نه څومره نو اللّه تعالٰی به اوفرمائی دزرونه یوکم زر جدا کړه دپاره دجهنم اویو تن به ځی جنت ته نودغه وخت به لوی هیبت راځی په خلقوباندی امام بخاری دا حدیث په تفسیر ددی آیت کښی ذکرکړی دی اوابن جریرهم دا توجیه غوره کړی ده -
[۲] په دی آیت کښی ذکردهیبت شان دزلزلی دی پس که زلزلی نه مراد اول تفسیروی نوداحالات چه په دی آیت کښی ذکرشوی دی په حقیقت باندی حمل دی اوکه د زلزلی دوهم تفسیروی نودغه حالات په فرض اوتقدیرباندی حمل دی یعنی فرض کړه که په هغه ورځ مرضعه او حامله موجودشی نوداحال به ئی وی -
فائده: مرضع او مرضعه دواړه لفظونه زنانودپاره استعمالیږی لیکن فرق ئی دادی چه په کوم وخت کښی بچی له په خوله کښی سینه ورکوی نودغه وخت کښی ورته مرضعه وئیلی کیږی اوپه عاموحالتونوکښی ورته مرضع وائی نومطلب دادی چه بچی له پی ورکول دا ډیر دمینی حال دی لیکن دغه وخت به دبچی نه غافله شی ځکه چه هیبت به ډیرزیات وی اودارنگ ذات حمل او حامل دواړه صفات دزنانه دی لیکن فرق دادی چه ذات حمل هغه زنانه ده چه حمل ئی ښکاره وی اونزدی وی پیدائش ته اوحامل ورته په عامو اوقاتو کښی وئیلی کیږی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>