اقْتَرَبَ ۷۸۹ الأنبياء

قُلْ إِنَّمَا يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۱۰۸﴾ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنْتُكُمْ عَلَى سَوَاءٍ وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَمْ بَعِيدٌ مَا تُوعَدُونَ ﴿۱۰۹﴾ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ ﴿۱۱۰﴾ وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَى حِينٍ ﴿۱۱۱﴾ قَالَ رَبِّ احْكُمْ بِالْحَقِّ وَرَبُّنَا الرَّحْمَنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۱۲﴾

اوایه یقیناً وحی کیدی شی ماته چه حق دار بندگئ ستاسو یوذات دی نو آیا تاسو غاړه کیخښودونکی ئی (دی مسئلی ته) ﴿۱۰۸﴾
پس که دوی مخ اوگرځؤو نو اوایه ماتاسو خبرکړئ په پوره خبردارئ اوزه نه پوهیږم آیا نزدی دی یالری دی هغه (عذاب) چه تاسوسره ئی وعده کیدی شی ﴿۱۰۹﴾
یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په ښکاره وینا اوپوهه دی په هغه څه باندی چه تاسوئی پټوئ ﴿۱۱۰﴾
اوزه نه پوهیږم کیدی شی چه (داروستوکیدل) امتحان وی تاسولره اونفع وی تریووخت پوری ﴿۱۱۱﴾
اوئیل ده ای ربه زما فیصله اوکړه حقه فیصله اورب زمونږ رحمان دی مدد غوښتلی کیږی دهغه نه په برداشت دهغه نه څه چه تاسوئی بیان کوئ‌ ﴿۱۱۲﴾

[۱۰۸] په دی آیت کښی مسئله توحید ده چه هغه مقصد درسالت دی اوسبب دحصول درحمت خاصه دی (فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ) داپه معنیٰ دامردی اومراد داسلام نه توحید منل دی -
[۱۰۹] په دی کښی تخویف دعذاب دی که دنیوی وی اوکه اخروی وی په وخت داعراض دتوحید نه (آذَنْتُكُمْ عَلَى سَوَاءٍ) یعنی ماتاسو له برابراوپوره بیان دتوحید کړی دی ما ستاسونه هغه علم نه دی پټ کړی یامراد دادی چه ماتاسوته دا آخری بیان اوکړو اوس پس ددی نه انتظاردعذاب دی اوپه آیت کښی نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه -
[۱۱۰] په دی کښی ذکر دسبب دعذاب دی چه هغه شرک کول دی پټ اوښکاره اوآیت کښی ثبوت دصفت دعلم کلی دی دپاره د اللّه تعالٰی اودا علت دی ددی قول دپاره چه (وَإِنْ أَدْرِي) یعنی علم دهرڅیز او علم غیب خاص دی په اللّه تعالٰی پوری ددی وجی نه ماته علم دغیب نیشته دی -
[۱۱۱] جواب دسوال دی چه هرکله سبب دعذاب موجود دی نوپه دوی باندی ولی سمدستی عذاب نه راځی حاصل دجواب دادی چه پوره وجه دروستو والی ماته نه ده معلومه هان امتحان کول او مهلت ددی وجه کیدی شی اوپه دی آیت کښی هم نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه -
[۱۱۲]
هرکله چه په وخت دمهلت او تاخیردعذاب کښی ضدیانو او عنادیانو سخته مقابله دحق شروع کړله نو نبی ﷺ دا دعا اغوښتله اوپه آیت کښی رد دی په شرک فی التصرف والاستعانة -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>