اقْتَرَبَ ۷۸۸ الأنبياء

يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۰۴﴾ وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ﴿۱۰۵﴾ إِنَّ فِي هَذَا لَبَلَاغًا لِقَوْمٍ عَابِدِينَ ﴿۱۰۶﴾ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ ﴿۱۰۷﴾

هغه ورځ به راؤبنغاړو مونږ آسمانونه په شان د رانغختلو درجسټروالا کتابولره لکه چه شروع کړی دی مونږ اول پیدائش دوباره به هم دغسی کؤو وعده ده په مونږباندی یقیناً داکارکؤو ﴿۱۰۴﴾
اویقیناً لیکلی دی مونږپه زبورکښی روستو دذکر (تورات) نه چه بی شکه ځمکی وارثان به وی دهغی بندگان زما نیکان ﴿۱۰۵﴾
یقیناً‌ په دی (مضمون) کښی خامخا تبلیغ دی دپاره دهغه قوم چه بندگی کوی (په اخلاص سره) ﴿۱۰۶﴾
اونه ئی لیږلی مونږته مگررحمت دپاره د ټولو خلقو ﴿۱۰۷﴾

[۱۰۴] دا متعلق دی (لَا يَحْزُنُهُمُ) پوری یعنی نه به غمژن کوی دوی لره لوی هیبت په هغه ورځ چه را اونغاړو به آسمانونه یا متعلق دی په تُوعَدُونَ پوری - یادسره کلام دی او نُعِيدُهُ سره تعلق لری اومراد السَّمَاءَ نه ټول آسمانونه دی په دلیل دسورة زمر (۶۷) سره (السِّجِلِّ) کښی غوره قول دادی چه هغه رجسټردی چه په هغی کښی نومونه یا حکمونه اوفیصلی سجل (درج) کیږی نوهغه رجسترپه خپلو مضامینو باندی مشتمل وی اوهغه مضامین په هغه کښی رانغختلی شوی وی اوچاچه وئیلی د ی چه سجل نوم دکاتب د نبی ﷺ وو ابن جریراو ابن کثیر په هغی روایت ردکړی دی چه دا منکربلکه موضوعی دی -
[۱۰۵] په دی آیت کښی بشارت اخروی دی بناپه دی چه مرا دالارض ځمکه دجنت ده لکه سورة زمرکښی (۷۴) یا بشارت دنیوی دی بنا په دی چه مراد ددی نه ځمکه دشام یاحکومت دبعضی ځمکی ترینه مراد دی لکه چه داسی وعده د بنی اسرائیلو دپاره هم ذکرشوی وه په سورة اعراف (۱۳۷) کښی اوددی امت دپاره په سورة نور (۵۵) کښی - زبورپه معنیٰ مشهورسره دی یعنی کتاب د داؤد علیه السلام اود ذکرنه مراد یا ذکر الٰهی اوبیان دتوحید دی په زبورکتاب کښی یاذکرپه معنیٰ دتورات سره دی یاد لوح محفوظ دی یازبور په معنیٰ لغوی سره دی یعنی لیکلی شوی کتابونه نومراد ترینه ټول کتابونه الهیه دی (تورات، انجیل، زبور) اویا ذکرپه معنیٰ دلوح محفوظ سره دی اوچه مراد د الارض نه ځمکه دشام شی اوهغه په دی سورة کښی په (۸۱،۷۱) کښی ذکرشوی ده اوعباد صالحین نه مراد دا امت دی نودا وعده د عمر بن خطاب رضی اللّه عنه په زمانه کښی پوره شوه ځمکه دشام فتح کړی شوه اووالی دهغی معاویه رضی اللّه عنه مقررکړی شو نومعلومه شوه چه معاویه رضی اللّه عنه ددی صالحینوپه ټولی کښی شماروؤ اوتبصیرالرحمٰن کښی علامه مهائمی لیکلی دی چه نه دی صالحان مگرصحابه کرام دی -
[۱۰۶] تیرشوی آیت کښی چه کوم بشارت ذکرکړی شو دهغی د حاصلولو دپاره په دی آیت کښی ذریعه بیانوی (هَذَا) اشاره ده مضمون ددی سورت ته یا ټول قرآن ته اوبلاغ معنیٰ ده کفایت او د مراد حاصلول دی او (عَابِدِينَ) نه مراد مؤحدین دی چه بندگی په شرعی طریقی سره ادا کوی یا عاملان دقرآن کریم دی لکه چه تفسیر مواهب الرحمٰن کښی ذکرکړی دی -
[۱۰۷] هرکله چه صلاحیت او عبادت موقوف دی په تابعدارئ دسنت د رسول اللّٰه ﷺ اوپه عقیده د توحید باندی نودی داوړو آیتونو کښی ئی دا دواړه بنیادونه ذکرکړل - اودعلامه ابن قیم رحمة اللّٰه علیه نه نقل دی چه رسالت د رسول اللّٰه ﷺ رحمت دی دټولو عالمینودپاره په داسی طریقه چه مؤمنانو کاملانو په سبب دتابعدارئ‌ دهغه دنیا او آخرت کرامتونه اوشرافتونه حاصل کړل او د دشمنانو محاربینودپاره رحمت دی د هغوی سره جهاد اوغزاکول دپاره د داسلام قبلولو او اهل ذمه کافرانو دپاره په جزیه ادا کولو سره په امن اوسیدل رحمت دی او منافقانو ته سره دپټ کفرنه مؤمنانو په شان حقوق ورکول رحمت دی اود عام مخلوق دپاره دعام عذاب دنیوی نه بچ کیدل رحمت دی - اوآیت دسورة توبه (۶۱) کښی خاص رحمت مراد دی ځکه چه مؤمنانو تخصیص ئی کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>