اقْتَرَبَ ۷۸۷ الأنبياء

لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ ﴿۱۰۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُمْ مِنَّا الْحُسْنَى أُولَئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ ﴿۱۰۱﴾ لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنْفُسُهُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۰۲﴾ لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ ﴿۱۰۳﴾

دوی دپاره په هغی کښی هنړاربه وی اودوی به په هغی کښی هیڅ نه اوری ﴿۱۰۰﴾
یقیناً هغه کسان چه مقرر شوی دی دوی دپاره زمونږدطرف نه جنت دوی به جهنم نه لری کړی شوی وی ﴿۱۰۱﴾
نه به اوری دوی کشاردجهنم اودوی به په هغه څه کښی چه غواړی ئی ددوی نفسونه همیشه وی ﴿۱۰۲﴾
نه به غمژن کوی دوی لره هیبت لوی اومخی له به راځی ددوی ملائک (وائی به) داورځ ستاسو ده هغه چه تاسوسره ئی وعده کیدی شوه ﴿۱۰۳﴾

[۱۰۰] (زَفِيرٌ) ساه اخستل دعمژن شخص دی چه راوځی دهغه زړه نه مراد ترینه اسویلی کول دی داسی په سورة هود (۱۰۶) کښی ذکردی هرکله چه په دی آیتونو کښی یوقسم مشرکان ذکردی نوصرف زفیرئی ذکرکړو اوسورة هود کښی په شقواسره تعمیم کړی دی نوپه عذاب کښی تعمیم کړی دی زفیراو شهیق دواړه سره و اللّه اعلم (لَا يَسْمَعُونَ) یعنی شور دجهنم والو به داسی ډیروی چه د چا خبره به نه اوریدلی کیږی اودا آیت دلیل دی چه دا آلهه بتان نه دی بلکه اهل عقل دی ځکه دا صفات دبتانو نه شی کیدلی -
[۱۰۱] روستو دتخویف اخروی نه بشارت دی داجواب دهغه وهم دی که څوک وهم اوکړی چه آلهه لفظ چه مخکښی آیت کښی تیرشو شامل دی هغه صالحینوته چه دهغی عبادت کړی شوی دی نودی آیت کښی دهغوی استثناء اوشوه - اومراد دسبقت نه وعده دجنت ده محسنینودپاره لکه سورة یونس (۲۶) کښی - یامراد ددی نه تقدیرکښی جنت کښی لیکل دی صالحینودپاره (الْحُسْنَى) مراد ددی نه جنت یا سعادت دی اوپه دوی کښی ملائک ، عزیر، عیسیٰ او نورصالحین داخل دی -
[۱۰۲] که سوال اوکړی شی چه ددی تعارض دی دسورة مریم (۷۱) سره؟ اول جواب دادی چه په هغه آیت کښی وارد په معنیٰ دداخلیدونکی نه دی بناپه یو تفسیرسره - دوهم جواب دادی چه په دی آیت کښی مطلب دادی چه روستوددخول دجنت نه به هیڅ کش نه آوری نوتعارض راځی (مَا اشْتَهَتْ) یعنی هرمطلوب او محبوب به ورته حاصل وی اودهرضرراو مرهوب نه به بچ وی -
[۱۰۳] داسی سورة نمل (۸۹) کښی دی اومراد فزع اکبرنه هیبت دورځ دقیامت دی په هغی کښی ذبح الموت (ذبح مرگ) هم داخل دی لکه چه حدیث صحیح کښی ذکردی اوملاقات دملائکوددوی سره په هغه وخت کښی چه دقبرونونه به راؤځی اودارنگ په دروازو دجنت باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>