اقْتَرَبَ ۷۹۳ الحج

وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُورِ ﴿۷﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُنِيرٍ ﴿۸﴾ ثَانِيَ عِطْفِهِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَنُذِيقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابَ الْحَرِيقِ ﴿۹﴾

اویقیناً قیامت راتلونکی دی نیشته شک په هغی کښی او یقیناً اللّه تعالٰی ژوندی کوی به هغه څوک چه په قبرونوکښی دی ﴿۷﴾
اوبعضی دخلقو نه هغه څوک دی چه جگړه کوی په توحید د اللّه تعالٰی کښی بغیردپوهی نه اوبغیر دهدایت نه اوبغیر دکتاب رنړا کؤونکی نه ﴿۸﴾
تاوهی ډډه خپله دی دپاره چه گمراه کړی نورخلق دلاری د اللّه تعالٰی نه دده دپاره په دنیا کښی شرمندگی ده او اوبه څکوو ده لره دقیامت په ورځ عذاب د اور سوزؤونکی ﴿۹﴾

[۸] په دی آیت کښی زجردی په جدال کولو داهل علمو عنادیانو دحق سره اومراد دجدال فی اللّه نه جدال کول دی په توحید د اللّه تعالٰی کښی اوپه باره ددوباره ژوندی کولو کښی - (عِلْمٍ) نه مراد علم عقلی استعدادی دی (هُدًى) نه مراد علم نقلی دی دهدایت والونه (كِتَابٍ مُنِيرٍ) نه مراد کتاب وحی دی ځکه چه زیاته رنړا په کتاب د اللّه تعالٰی کښی ده - یعنی دری قسمه دلیلونه ورسره نیشته یعنی اگرچه عالم دی لیکن جدال په حق کښی بی دلیله کوی -
[۹] (عِطْفِهِ) یو اړخ ته وئیلی کیږی یعنی اړخ گرځوی دحق داوریدلونه ددی دپاره چه خپل مقلدینو لره گمراه کړی لکه سورة انعام (۲۶) کښی دی مفسر قرطبی د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت کړی دی چه دا (مذکورپه دی آیت کښی) هربدعتی دی په (نُذِيقُهُ) کښی اشاره ده چه دگرموالی او سوزش احساس به کولی شی نشه به نه وی - دی روستو دواړو جملوکښی تخویف دنیوی او اخروی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>