اقْتَرَبَ ۷۶۲ الأنبياء

مَا آمَنَتْ قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ ﴿۶﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿۷﴾ وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ ﴿۸﴾

ایمان نه دی راوړی مخکښی ددوی نه هیڅ یوکلی والو چه مونږ هلاک کړی دی ایا پس دوی به ایمان راوړی ﴿۶﴾
اونه دی لیږلی مونږ ستانه مخکښی مگرنارینه چه وحی کوله مونږ هغوی ته پس تپوس اوکړئ دعلم والونه که چیری تاسو نه پوهیږئ ﴿۷﴾
اونه ؤو پیدا کړی مونږ دوی داسی جوسی چه نه ئی خوړلو خوراک اونه ؤو دوی همیشه ﴿۸﴾

[۶] دا جواب دی دآخری طعن یعنی مطالبه دآیت، حاصل داچه مخکینوقومونو ته دغسی معجزات راغلی وؤ کوم چه دوی ئی غواړی هغوی ایمان نه وؤ راوړی نودوی خوپه ضد او عناد کښی دهغوی نه زیات دی نودوی به کله ایمان راوړی داجواب ئی ددی وجی نه مخکښی راوړو چه ددوی دا سوال څه نه څه په دلیل باندی بنا وؤ چه رسولان خو مونږ منو لیکن دارسولان دی دهغوی په شان معجزه راوړی اونورطعنونه خوپه صرف په ضد او جهل باندی بنا دی دهغی جواب ته حاجت نیشته ماسیوا داعتراض اول نه دهغی جواب تفصیلی دی ددی وجی نه هغه ئی روستو ذکرکړو -
[۷] داجواب دی داول طعن په باره دبشریت دنبی کښی مطلب داچه تیرشوی رسولان ټول نارینه وؤ - او رِجَالًا په وصف د ملائکو کښی نه راځی نومعلومه شوه چه بشر وؤ او (أَهْلَ الذِّكْرِ) عام دی یهود او نصاریٰ کښی چه د اللّه تعالٰی دکتابونو صحیح عالم وی اوتحریف نه کوی اوقرآن اوحدیث والا عالمان، یعنی انکار مه کوئ‌ دبشریت درسول نه بلکه عالمانودکتاب او سنت ته راشئ چه تاسو ته ثابت کړی چه بشر رسول کیدی شی - الذِّكْرِ وحی ته وئیلی شی یعنی عالمان چه وحی باندی عمل کوی اووحی په دلیل کښی ذکرکوی، اوتفسیرقرطبی کښی ئی راوړی دی چه په تواترسره ثابت ده چه رسولان ټول بشر وؤ -
فائده: اعلام الموقعین عن رب العالمین دعلامه ابن القیم الجوزیه کتاب په (ج ۲ ص ۱۶۹) کښی چه اللّه تعالٰی بدی ذکرکړی ده د هغه چاچه اعراض کوی د ما انزل اللّه (قرآن کریم او صحیح حدیث) نه او تقلید دمشرانو کوی نودا تقلید په اتفاق دامت سره مذموم او حرام دی - اوهغه شخص چه کوشش کوی په اتباع د ما انزل اللّه کښی لیکن بعضی دهغی ته دده علم اونه رسی نودی د هغه چا خبره اومنی چه دده نه علم کښی زیات وی نودا تقلید محمود دی - حاصل دادی چه چه اهل الذکر، عالمانو دقرآن او حدیث ته وائی یو شخص چه یو عالم لره دقرآن او سنت عالم گنړی اودده سره علم دقرآن او سنت بالکل نه وی یاپه یو مسئله کښی نه وی او دی ددغه عالم نه مسئله اوتپوسی نو ده حقیقتاً دقرآن او سنت تابعداری اوکړله لیکن په دی کتاب کښی هم او شاه ولی اللّه په عقد الجید کتاب کښی هم لیکلی دی که دی سړی ته په راتلونکی وخت کښی دقرآن او حدیث نه صحیح نص معلوم شو اودهغه قول نه خلاف وؤ نو هغه قول به پریږدی اوقرآن او حدیث باندی به عمل کوی اوکه داسی ئي اونکړل نومعلومه شوه چه دی شخص تقلید مذموم او حرام کړی دی - هان ددی آیت نه دتقلید شخصی په اثبات باندی دلیل نیول صحیح نه دی ځکه د تقلید شخصی معنیٰ داده چه یو شخص (عالم معین) پسی د تقلید کولو التزام اوکړی که دنورو علماؤ اقوال دقرآن او سنت سره زیات موافق وی یا ددی شخص قول دقرآن او سنت نه مخالف معلوم شی بیاهم دی ددغه شخص قول باندی عمل پریخودلو ته تيار نه وی - اوپه داسی تقلید باندی امام ابن قیم په اعلام الموقعین کښی په تفصیل سره رد کړی دی -
[۸] په دی آیت کښی دتیرشوی جواب دلیل دی یعنی رسولان بشر وؤ ځکه چه هغوی د خوراک نه مستغنی (بی حاجته) نه وؤ اودارنگ دفنا او دمرگ نه هم بچ نه وؤ اودا صفتونه ددوی دپاره هیڅ عیب نه دی اود رسالت سره منافات نه لری -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>