اقْتَرَبَ ۷۶۳ الأنبياء

ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنْجَيْنَاهُمْ وَمَنْ نَشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ ﴿۹﴾ لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۰﴾ وَكَمْ قَصَمْنَا مِنْ قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنْشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا آخَرِينَ ﴿۱۱﴾ فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُمْ مِنْهَا يَرْكُضُونَ ﴿۱۲﴾ لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَى مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ ﴿۱۳﴾

بیا پوره کړه مونږ دهغوی سره وعده پس بچ کړل مونږ هغوی لره اوهغه چالره چه مونږ غوښتلو اوهلاک کړل مونږ دحدنه تیروتونکی ﴿۹﴾
یقیناً مونږ نازل کړی دی تاسوته کتاب په هغی کښی یاداشت ستاسو دی آیا پس دعقل نه کار نه آخلئ‌ ﴿۱۰﴾
او ډیر هلاک کړی دی مونږ کلی چه ؤو ظلم کؤونکی او پیدا کړل مونږ روستو دهغوی نه قوم نور ﴿۱۱﴾
پس هرکه چه اولیدو هغوی عذاب ځمونږ نودغه وخت دوی دهغی نه منډی وهلی ﴿۱۲﴾
(اوئیلی شو) منډی مه وهئ اوواپس شئ هغه مالونوته چه بی کچه مست کړی شوی ئی په هغی کښی او کورونو خپلوته ددی دپاره چه ستاسو نه سوال اوکړی شی ﴿۱۳﴾

[۹] په دی آیت کښی اشاره ده تخویف دنیوی ته دپاره دمنکرینو په اهلاک دمنکرینو تیرشوو اوبشارت دنیویه دی په نجات او نصرت دانبیاء او د تابعدارو دهغوی سره - اودا وعده په سورة یونس (۱۰۳) کښی او سورة الصافات (۱۷۳،۱۷۲،۱۷۱) کښی ذکرده اوپه دی کښی اشاره ده چه دغه رسولان په نجات خپل اوپه هلاکت ددشمنانوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ -
[۱۰] په دی کښی جواب دهغه طعنونو دی چه دقرآن په باره کښی په تیرشوی آیاتونو کښی ذکرشوی دی په بیان دصدق دقرآن سره چه دا ذکردی او اللّه تعالٰی نازل کړی دی - او ذکرنه مراد بیان داحکامو دشرعی او وعظ و نصیحت دی - اوپه دی عمل کول سبب دشرافت دی نوځکه بعضی مفسرینو دذکر معنیٰ په شرافت سره کړی ده - اودحسن بصری نه نقل دی چه ذکر په معنیٰ ددین سره دی (ابن جریر) -
[۱۱] ددی نه ترآیت (۱۵) پوری تخویف دنیوی دی دپاره د هغه چاچه اعراض کوی ددی ذکرنه - او دی کښی خاص واقعه مراد نه ده بلکه تیرشوی قومونه چه تکذیب ئی کړی وؤ دانبیاؤ هغه ټول مراد دی (قَصَمْنَا) قصم په لغت کښی ماتولو ته وائی دلته مراد هلاکول دی (ظَالِمَةً) د اسبب دعذاب دی ظلم دهغوی شرک کفر اوتکذیب درسولانو اوپه هغوی باندی طعنونه کول وؤ -
[۱۲] (أَحَسُّوا) ئی ځکه ذکرکړو که د احساس دعذاب نه مخکښی ئی توبه کړی وی نوقبوله شوی به وه ځکه چه احساس په معنیٰ دیقین دعذاب دی (يَرْكُضُونَ) رکض اصل لغت کښی پونده خوځول اوپه ځمکه باندی په تیزئ سره کیخودلوته وائی مراد ترینه منډه وهل او تخیتدل دی -
[۱۳] دا قول د ملائکو دطرف نه دی (مَا أُتْرِفْتُمْ) نه مراد سازاوسامان او نعمتونه دی چه دهغی دوجی نه ئی د حدودو الٰهیه نه تجاوز کوؤ (لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ) داپه طریقه دا ستهزاء‌ سره دی یعنی چه ستاسو نه تپوس اوکړی شی چه ولی تیخته کوئ ولی ایمان نه راوړئ اوولی په تاسو باندی عذاب راغی (دادی ټولو معانیوته شامل دی) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>