اقْتَرَبَ ۷۶۱ الأنبياء

لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ ﴿۳﴾ قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۴﴾ بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ ﴿۵﴾

مشغوله دی زړونه ددوی اوپټی جرگی اوکړی هغه چاچه ظلم کړی دی چه نه دی دا مگربشردی ستاسوپه شان آیا قبلوئ تاسو جادو اوحال داچه تاسو پوهیږئ ﴿۳﴾
وئیلی دی رسول چه رب ځما خبردی په هره وینا که په آسمان کښی وی اوکه په ځمکه کښی وی اوهغه هرڅه آوری اوپه هرڅه پوهه دی ﴿۴﴾
بلکه دوی وائی دا گډوډ خوبونه دی بلکه دځان نه ئی جوړکړی دی بلکه دی شاعر دی پس مونږ له دی راوړی یو نخه لکه چه لیږلی شوی دی مخکښی رسولان ﴿۵﴾

[۳] دا هم زجردی په لهو دقلوبو یعنی مشغوله دی زړونه ددوی په دروغو قصو دشرک اوبیا زجردی په پټو جرگوکولو دنبی په مخالفت کښی اوداظلم دی، دا شپږ مرتبی وی د غافلینو اوس ذکرکوی شپږ طعنونه دهغوی په رسول باندی - اول طعن په رسول باندی په بشریت سره داد ټولو کافرانو شریکه ویناده په باره دهریونبی کښی، اودوهم طعن ئی په سحرسره اوکړو (أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ) مراد ددی نه تابعداری کول دی - (وَأَنْتُمْ تُبْصِرُونَ) په دی کښی اشاره ده چه کافرانو هم سحر بد گنړلو -
[۴] په دی کښی رد دشرک فی العلم دی یعنی هرکله چه دوی پټی جرگی کولی او نبی ﷺ دوی له دهغی خبرورکړو نووهم راغی چه نبی په غیب پوهیږی نوجواب اوشو چه نبی ﷺ داصفت د اللّه تعالٰی دپاره خاص کړی دی اودا رنگ نبی خوصرف د خپل رب صفت کوی په طریقه دتوحید فی العلم سره نوپه دی کښی دلیل دی دهغه د رسالت ځکه چه ساحران او کاهنان علم غیب ځان له دعویٰ کوی -
[۵] دا دریم طعن دی چه قرآن ته ئی گډوډ خوبونه وئیلی دی او (أَضْغَاثُ) بی تعبیره او دروغ خوبونو ته وئیلی کیږی بیا دحیرانتیا د وجی انتقال ئی اوکړو څلورم طعن ته چه دا افتراء ده بیا پنځم طعن ته چه دی شاعردی اوآخری طعن مطالبه د معجزاتو په شان دتیرشوؤ انبیاؤ علیهم السلام -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>