اقْتَرَبَ ۷۶۰ الأنبياء

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُعْرِضُونَ ﴿۱﴾ مَا يَأْتِيهِمْ مِنْ ذِكْرٍ مِنْ رَبِّهِمْ مُحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ﴿۲﴾

ډیر نزدی راغی خلقوته حساب دهغوی اودوی په غفلت کښی دی مخ گرځؤونکی دی ﴿۱﴾
نه راځی دوی ته څه یاداشت دطرفه درب ددوی نه نوی مگرغوږ ورته کیدی اوحال داچه دوی لوبی کوی ﴿۲﴾

سورة الأنبياء

ربط: ددی سورة دسورة طٰهٰ سره: هغه سورة کښی تذکیر او تشجیع وه په ذکرد موسیٰ علیه السلام نوپه دی سورة کښی تذکیردی په واقعاتو د نورو انبیاء علیهم السلام سره -
دعویٰ ددی سورة: تذکیر دغافلینو په شپږ وجوه سره - اوله وجه: ذکر د اوولس انبیاء علیهم السلام تفصیلاً چه دوی محتاج وؤ او عاجزی کوونکی وؤ اللّه تعالٰی ته او اجمالاً په (۲۵) کښی - دوهمه وجه: رد د څلورو قسمونو دشرک اورد په عقیده د اتخاذالولد باندی اوشفاعت قهریه باندی په اوولس آیتونوکښی - دریمه وجه: عقلی دلیلونه شپږ - څلورمه وجه: یؤولس زجرونه منکرینوته - پنځمه وجه: ذکر دتعبیراتو دغفلت اته اولفظ دذکرهم اته کرته - شپږمه وجه: اسماء حسنیٰ اته -
خلاصه د سورة: په دی کښی پنځه بابونه دی اول باب تر (۱۵) پوری دی په دی کښی تخویف دی سره دزجرنه په ذکردشپږو مرتبو دغافلینو - غفلت، اعراض، لعب، لهوالقلب، النجوٰی، ظلم او شپږطعنونه ددوی په رسول باندی، بشریت، سحر، اضغاث احلام، افتراء، شعر، طلب دمعجزی، اواعلان د نبی ﷺ په رد دشرک فی العلم په (۴) کښی اوجواب دآخری طعن په (۶) کښی اود اول طعن په (۹،۸،۷) کښی اوترغیب قران ته (۱۰) کښی اوتخویف دنیوی د (۱۱) نه تر (۱۵) پوری -

تفسیر

[۱] هرکله چه سورة طٰهٰ په اخرکښی دا نتظار دعذاب ذکر وؤ نودی آیت کښی هغی نزدی والی بیانوی سره د زجرنه په غفلت او اعراض سره - (اقْتَرَبَ) دا لفظ دلالت کوی په ډیرنزدیکت باندی نزدی ددی وجی نه دی چه کوم شی راتلونکی وی نو نزدی وی - اوبله وجه داده چه ددنیا راتلونکی عمرکم دی په نسبت دتیرشوی اومراد دغفلت نه بی پرواهی ده یعنی تیاری دعملونو دآخرت دپاره نه کوی -
[۲] داهم زجردی په لعب کولو سره په وخت دبیان دقرآن کښی (ذِكْرٍ،مُحْدَثٍ) عقیده د سلف صالحینو او تمام اهل سنت داده چه قرآن کریم مخلوق نه دی نو حادث نه دی - اودلته محدث نه مراد داچه، په نازلیدلو کښی نوی دی، یاداچه، د نبی ﷺ په بیانولو کښی نوی دی، یاداچه، د منکرینو په زعم کښی نوی دی (يَلْعَبُونَ) نه مراد دادی چه مشغوله وی په دنیا سره یا مشغول شی په اعتراضونو کولوسره په قرآن باندی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>