قَالَ أَلَمْ ۷۵۹ طٰهٰ

وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى ﴿۱۳۲﴾ وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِنْ رَبِّهِ أَوَلَمْ تَأْتِهِمْ بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَى ﴿۱۳۳﴾ وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُمْ بِعَذَابٍ مِنْ قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى ﴿۱۳۴﴾ قُلْ كُلٌّ مُتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَى ﴿۱۳۵﴾

اوحکم کوه خپلو تابعداروته دمونځ کولو او کلک شه په هغی باندی ذمه وار نه گرځؤو مونږتالره دروزئ مونږتالره روزی درکؤو او آخری خوشحالی دپاره د تقویٰ والا دی ﴿۱۳۲﴾
اودوی وائی ولی نه راوړی دی مونږته نخه دطرف درب دهغه نه آیا نه دی راغلی دوی ته صفا بیان دهغه چه په صحیفو مخکښنوکښی ؤو ﴿۱۳۳﴾
اوکه چیرته هلاک کړی وی مونږ داخلق په عذاب سره مخکښی د رالیږلو ددی رسول نه خامخا دوی به وئیلی ؤو ای ربه زمونږ ولی تانه را لیږلو مونږته رسول پس چه تابعداری کړی وی مونږ دآیاتونو ستا مخکښی د ذلیل کیدلو او رسوا کیدلو نه ﴿۱۳۴﴾
ته اوایه هریو انتظار کؤونکی دی نوتاسو هم انتظار کوئ‌ زردی چه تاسوبه خبرشئ‌ چه څوک دی خاوندان دلاری برابر اوڅوک دی هدایت والا ﴿۱۳۵﴾

[۱۳۲] په دی کښی ذکر دپنځم ادب دی - اوداهل نه مراد ټول تابعدار دی (لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا) نه مراد دادی چه مونږه ته ذمه وار درزق نه ئی گرځولی چه په سبب دهغی سره غفلت راځی د مونځ کولونه (وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى) په دی کښی اشاره ده چه په دی پنځه ادابو باندی عمل کول تقویٰ ده (لِلتَّقْوَى) لام اجلیه دی یامراد ددی نه لُاهل التقویٰ دی - العاقبه په لغت کښی مطلق آخری حالت ته وئیلی کیږی لیکن په عرف کښی په معنیٰ د ښائسته اخری حالت سره دی -
[۱۳۳] په دی آیت کښی زجردی منکرینوته یعنی هرکله چه په دی سورة کښی بیان شوه معجزه د موسیٰ علیه السلام نومشرکینومطالبه اوکړه د رسول اللّٰه ﷺ نه چه مونږ له دغسی معجزات راوړه نودهغی جواب ورکړی شو - حاصل دجواب دادی چه قرآن کریم د مخکنو کتابونو اِلَهیو خلاصه ده نودا معجزه دټولو معجزاتو نه کامله ده لکه په سورة عنکبوت آیت یوپنځوس (۵۱) کښی ذکردی - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه دقرآن یو نوم بینه ده اودارنگ معلومه شوه چه قرآن خلاصه د مخکنوکتابونوده -
[۱۳۴] په دی آیت کښی جواب دی دبل سوال - سوال دا وو چه دا خلق د مخکښی نه مشرکان وو نوپه دوی باندی عذاب ولی نه راتلو - حاصل دجواب دادی که درسول د رالیږلو نه مخکښی عذاب رالیږلی شوی وی نودوی به عذر او بهانه پیش کولی لیکن اللّه تعالٰی دچا عذر په ځان باندی نه پریږدی لکه سورة نساء‌ آیت (۱۶۵) اوسرة قصص آیت (۴۷) کښی چه څنگه ذکردی نوپه دی آیتونوکښی ذکرکړی دی حکمت دارسال درسل اوانزال دکتب الٰهیو (مِنْ قَبْلِ أَنْ نَذِلَّ وَنَخْزَى) دا دلیل دی چه سبب دذلت اود رسوائی دکتاب اللّه نه خلاف کول دی -
[۱۳۵] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی یعنی هرکله چه رسول راولیږلی شو اوبیا هم تاسو انکارکوئ نو اوس دعذاب انتظار اوکړئ - اوپه آیت کښی اشاره ده دی خبری ته چه دعذاب ددنیا نه بچ کیدونکی هغه خلق دی چه لاری ئی صحیح وی یعنی لاردقرآن اود حدیث او مقصد ئی صحیح لاری ته رسیدل وی یعنی توحید او سنت ته -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>