قَالَ أَلَمْ ۷۵۸ طٰهٰ

أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِأُولِي النُّهَى ﴿۱۲۸﴾ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُسَمًّى ﴿۱۲۹﴾ فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى ﴿۱۳۰﴾ وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَى مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَى ﴿۱۳۱﴾

آیا پس نه ده ښکاره شوی دوی ته چه څومره هلاک کړی دی مونږ مخکښی ددی نه دپیړونه چه گرځئ دوی په کورونودهغوی کښی یقیناً په دی کښی خامخا نخی دی عقلونو والولره ﴿۱۲۸﴾
اوکه نه فیصله چه ړواندی ده ستا درب دطرف نه خامخا ؤو به عذاب لازم اوکه نه وی نیټه مقرر ﴿۱۲۹﴾
پس صبرکوه‌ په هغه باندی چه دوی ئی وائی اوتسبیح وایه سره د حمد درب ستانه مخکښی دختلو دنمرنه اومخکښی د پټیدلو دهغی نه اود وختونو دشپی نه پس تسبیح اوایه اودغاړودورځ نه ددی دپاره چه ته خوشحاله شی ﴿۱۳۰﴾
اومه اوگدوه سترگی خپلی هغی سامان ددنیا ته چه ورکړی دی مونږ مالدارانوته ددوی نه دپاره د ډول ژوند دنیوی دپاره ددی چه ارمیښت اوکړو مونږددوی په هغی کښی اوروزی درب ستا غوره ده اوهمیشه ده ﴿۱۳۱﴾

[۱۲۸] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی سره دزجرنه یَهدِ نه مراد هدایت دعقل دی چه دوی د عقل نه کار نه آخلی چه مخکنی قومونه په څه سبب سره هلاک شوی دی -
[۱۲۹] په دی کښی هم تخویف دی اومراد دکلمه نه مهلت ورکول دی دعذاب چه په تقدیرکښی ئی لیکلی یا دافیصله چه بغیر دالزام دحجت نه عذاب نه ورکوی -
[۱۳۰] په دی آیت کښی تشجیع ده په صبرکولوسره اوپه بیان دتوحید سره (وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ) ددی نه مراد عقیده دتوحید ده په زړه کښی اوذکردتسبیح او دحمد دی په ژبی سره اوعمل دتسبیح اودحمددی چه هغه مونځ کول دی - اوپه دی آیت کښی پنځه اوقات د دمونځونو ذکرشوی دی ځکه چه د نمر ختلو نه وړاندی مونځ دفجر دی اود پټیدلو دنمرنه وړاندی مونځ دمازیگردی اود اوقاتو دشپی نه مراد مونځ دماښام او د ماسختن دی اود اطراف النهارنه مراد مونځ د ماسپخین دی ځکه چه وخت دماسپخین اخری طرف داول نصف دی - او اول طرف دآخری نصف دی نودی په دوو طرفونو کښی شو اومراد د جمعی نه اطراف دوه دی (لَعَلَّكَ تَرْضَى) دا دلیل دی چه عمل کول په دی آیت باندی سبب د خوشحالئ دی - اوپه دی آیت کښی ددعوت کوونکی دپاره دری اداب ذکرشول -
[۱۳۱] په دی آیت کښی تزهید فی الدنیا دی اودا څلورم ادب دی مراد دادی چه ددنیادارو مالونوته پسخیدل سبب دغفلت دی دمانځه نه (أَزْوَاجًا) هغه مالداران چه یول بل ته په مالدارئ کښی نزدی دی او مشابه دی په دنیاپرستئ‌ کښی (رِزْقُ رَبِّكَ) مراد ددی نه رزق حلال ددنیا دی او ابقیٰ معنیٰ داچه دهغی برکات به همیشه وی یامراد ددی نه رزق دجنت دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>